The Revolutionary Association of the Women of Afghanistan (RAWA)
RAWA


 

 

 
Add RAWA RSS Feed to Feedreaders



RAWA Photo Gallery
Random Image from RAWA Photo Gallery
 






Follow RAWA on Twitter


Join RAWA on Facebook


RAWA Channel on Youtube




د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت، ۱۶ میزان ۱۳۹۲

د خپلواکي ترلاسه کول، زموږ د خلکو او هیواد د بریالیتوب لومړنی شرط

د امریکا له خوا د افغانستان د نیولو د دولسم کال په یاد


مرگ به اشغال افغانستان توط امریکا

د ۱۳۸۰ کال د تلې له ۱۵ نیټې څخه راپدیخوا زموږ په خاورې باندې د امریکایي او ناټو یرغلګرو د یرغل دولس کاله تیریږي چې زموږ هیواد جګړو او ویجاړتوب سره مخ دی او زرګونو بیګناه او غیر نظامي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکا د یوولسم سپتمبر تروریستي بریدونه بهانه وګرځول او ویي غوښتل د افغانستان رژیم ته د بدلون ورکولو سره اوږدمهاله شتون لپاره په سیمه کې لار هواره کړي. د افغانستان خلک چې له کلونو راهیسې د جهادي خنځیرانو او ځناورو طالبانو له جنایتونو پوزې ته رسیدلي وو، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یې د بیروني نیواکګرو ځواکونو پروړاندې غبرګون ښکاره نه کړ.

زموږ خلکو ته د امریکا دولت او متحدینو د دموکراسۍ ژمنه ورکړه، لیکن د تاریخ غیردموکراتیک، فساد او مافیا څخه ډک دولت یې زموږ پر خلکو تحمیل کړ؛ هغوی د تروریزم پروړاندې د مبارزې څخه خبرې کولې، لیکن د «شمال ائتلاف» انسان وژونکي او تروریستان او دغه راز ټوپکسالاران او هیرویین سالاران یې واکمن کړل او اوس طالبي جلادانو ته د ملګرتوب لاس ورکوي؛ امریکا د ښځو او بشر حقوق بهانه وکړه، لیکن افغانستان د ښځو پروړاندې د زړه پوږنوونکو ناورینونو او د بشري حقوقو د پښو لاندې کولو سره مخ دی؛ هغوی زموږ خلکو ته د آزادۍ ژمنه ورکړه، لیکن زموږ هیواد یې د نړۍ د مخدره توکو په پلازمینې او د اوږدې جنایتکارې تاریخي جګړې په مرکز یې بدل کړ.

د افغانستان دموکراتیک ځواکونو او د نړۍ سوله غوښتونکو په افغانستان کې د امریکا جګړه له پیل څخه د دغه هیواد امپریالیستي سیاست بللی و او اعلان یې وکړ چې دغه ابرقدرت په افغانستان باندې د لښکر راماتونې سره په پام کې لري چې د خپلو نوي راټوکیدلو سیالانو سره د سیالي لپاره د آسیا په زړه کې قوي نظامي اډې ځای پرځای کړي.

زموږ د هیواد د نیواک دولس کاله له تیریدو وروسته دا وړاندوینه رښتیا شوه. د دغو کلونو په لړ کې نه یوازې د امریکا او نړۍ عدالت غوښتونکي، بلکې د دغه هیواد ډیری عسکر د خپل هیواد د انسانیت ضد او درواغو سیاستونو پروړاندې پاڅیدلي او د جګړې پروړاندې یې پراخه غورځنګونه پرلار اچولي دي.

ډیر زر د افغانستان خلک د امریکا او ناټو د «تروریزم پروړاندې د جګړې» دروغجن ماهیت ته هغه مهال ځیر شول چې د دوی د غوښتنې مخالف یې د طالبي جنایت کسبه تروریستانو پرځای د «شمال ائتلاف» تروریست بانډونه او د ښځو د حقوقو سرغړونکي یې ځای پرځای کړل. امریکا د جهادي هیوادپلورو او تکنوکراتانو د بې ساري پلوي ترڅنګ یو شمیر لاسپوڅي روڼ اندي یې په خپل چوپړ کې ونیول او دوی ته د ډالرو په ورکولو سره یې چوپړه لښکر واکمنتیا ترلاسه کړه. که څه هم تیرمهال د یو بهرني هیواد نوکري شرم ګڼل کیده، نن ورځ دغه ډله تر دې کچې بې غیرته او بې ویجدانه شوې ده چې امریکا او نورو بهرني هیوادونو ته په چوپړي کې ویاړ کوي. کرزی او ملګري یې په سپین سترګتوب سره له سي.آی.ای، واواک، ام.آی.۶، را، آی.اس.آی او نورو څخه په بوریو ډالر اخیستل مني، هغه «ګټه ور» بولي او هغې ته سر ښکته کوي، څو دوی ته د پیسو ورکولو لړۍ ادامه ولري. په اصطلاح جهادي رهبرانو هر یو یې د بهرنیو هیوادونو د غلامۍ زنځیر پرغاړه کې اچولی او د هغوی په امرونو زموږ د هیواد ریښې په تسکورو وهي. دغه لامل دی چې افغانستان د ځواکمنو او د سیمې هیوادونو د استخباراتي سیالیو په ډګر اوختی دی او ورځ تربلې زموږ د خاورې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي شتمنۍ له کلک ګواښ سره مخ کیږي.

افغانستان او ملت یې په تورتم کې له ډوبولو وروسته امریکا په ۲۰۱۴ کې د خپلو ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی او تبلیغات کوي چې ښایي افغانستان د امریکا په نه شتون کې ناورین او کورنیو جګړو سره لاس او ګریوان شي. هغوی د خپلو لسګونو رسنو د تبلیغ، لمسون او د عامه افکارو د غلطولو لپاره کوښښ کوي، څو د کرزي لاسپوڅی دولت زر ترزره استراتیژیک تړون لاسلیک او خپل اوږدمهاله شتون ډاډمن کړي. ټول چوپړه او مرتجع ناوړه څیرې او یو شمیر د امریکا کاسه پاک روڼ اندي د خپل ناولي ژوند بقا د دغې تړون په لاسلیک کې ویني، سوال او زاري کوي، څو د خپل نظامي بادار د سیوري لاندې د عدالت له پنجې او خلکو څخه خلاصون ومومي. لیکن زموږ د هیواد پرمختللي ځواکونه، خپلواکي غوښتونکي او ټول باویجدانه روڼ اندي چې د امریکا واکمن فاشیستي او یرغل کوونکي سیستم له جوړښت څخه پوهه لري، د دایمي اډو جوړول نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې هیوادونو او نړۍ لپاره هم ګواښ ګڼي او د هغوی پروړاندې د اعتراض خپل غږ جګوي. نوم چامسکي د دې تړون په اړه (Waging Nonviolence) انټرنیټي پاڼې ته په مرکه کې ویلي دي: «د امریکا-افغانستان استراتیژیکو مرستو تړون، د نړۍ نظامي کولو لپاره د امریکا له برنامو څخه دی».

هغه څه چې څرګند دي، د افغانستان وګړو له ۲۰۱۴ څخه مخکې هم ښه ژوند نه درلود او وروسته له دې سمدلاسه به یې هم ونه لري، ځکه د سپینې ماڼۍ د غوښتنو خلاف هیڅ ساده به ونه مني چې امریکا به په بشپړ ډول خپله چټله تنه له افغانستان څخه لرې کړي. په ښکاره ډول که څه هم د عسکرو فزیکي شتون پای ته ورسوي، د دوی جاسوسان او کاري چوپړان به پاتي وي چې پرته له ویجاړتوب څخه نور څه به نه ترسره کوي.

دا څرګنده خبره ده چې له ۲۰۱۴ څخه وروسته به اوضاع له دې څخه ډیره کړکیچنه وي، خو لامل به یې د امریکا او ناټو د جنایتکارو ځواکونو وتل نه وي، بلکې د نورو جنایتکارانو سره د طالبي او ګلبدیني لاسپوڅو یوځای کیدل وي چې له څو کلونو راهیسې یې امریکا او کرزی هڅه کوي. همدا اوسمهال د دولت مهمو څوکیو او د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ګلبدیني لنډه غرو ځای کولو سره یې د خلکو ترمنځ کرکه او بیزاري رامنځته کړې ده.

امپریالیستي ابرقدرت ته د نړۍ د بې وزله وګړو اوښکې او وینه هیڅ ارزښت هم نه لري، دا یوازې د افغانستان ملت نه دی چې د امریکا او متحدینو د ځناورۍ، د لوټمارۍ او جګړې ته د لمن وهلو د سیاست قرباني دي، په سوریه او لیبي کې د القاعده تروریستانو او ځناورو بانډونو خاینانه پلوي او د دغو دوو هیوادونو په کنډوالو او د تروریزم په مرکز بدلول، یو وار بیا یې د تروریزم پروړاندې د امریکا دروغجنه جګړه جوته کړه. د بشاراسد د خلکو ضد رژیم باید نسکور شي، لیکن د امریکا جنګي ماشین د مداخلې په مټ نه. دا د سوریې خلک دي چې د خپل راتلونکي په اړه پریکړه وکړي. هغه څه چې د افغانستان خلکو د څو لسیزو په لړ کې تجربه کړل، نن ورځ په سوریه کې تکراریږي.

د افغانستان او د نورو هیوادونو تجربه څرګندوي چې هیڅ یو هیواد د بهرنیو په یرغل او د یو ځواکمن انسان وژونکي نظامي شتون سره نه شي کولای سوکالۍ او بریالیتوب ته ورسیږي. هغه هیواد چې خپلواکي ونه لري، نه شي کولای له دموکراسۍ، آزادۍ، ټاکنو، بشري حقوقو او نورو لوړو انساني ارزښتونو څخه برخه من شي او یوازې د دغو ارزښتونو نوم به ولري او بس.

زموږ پلرونه او میندې له دې واقعیت څخه باخبر وو او هیڅکله د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو لاسپوڅو دوکه یې نده خوړلې؛ انګلیس یرغلګرو د افغان مبارزو پروړاندې درې ځلې ماتې وخوړله، روسانو او د خلق او پرچم هیوادپلورو په زندانونو او ربړونې سره ونه شو کولای زموږ د خلکو هوډ او اراده له منځه یوسي او په پای کې یې ملا ماتیدونکي ماتې وخوړله. له اوسنۍ بنده ګۍ او ظلم او زیاتي څخه د خلاصون یوازینۍ لاره اوس هم د نیواکګرو او د دوی کورنیو ګیدړانو پروړاندې نه ستړې کیدونکي مبارزه کول دي او بس.

د «افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت» ځپل شویو او په پنجره کې راګیر خلکو سره اوږه په اوږه د هیواد د خپلواکۍ او د ملي خاینانو او مسلکي انسان وژونکو د واکمنۍ دمنځه وړلو لپاره به مبارزې ته ادامه ورکړي. موږ بشپړ باور لرو چې خپلواکي، آزادي، دموکراسي، ټولنیز عدالت او نور انساني ارزښتونه یوازې زموږ د خلکو مبارزې، مقاومت او سرښیندنو سره ترلاسه کیږي او بس. دا د ټولو هیواد دوستو او عزتمنو ځواکونو او عناصرو دنده ده، څو ممکن هر بریده پورې د بهرنیو نیواکګرو او د دوی غلامانو د پنجې څخه د خلاصون لپاره مبارزه او فعالیت وکړي او د هیواد پروړاندې خپله دنده او مسئولیت ترسره کړي.

مړه دې وي امریکایي نیواکګر او د دوی افغاني چوپړان!

مړه دې وي زموږ په هیواد کې د ایران او پاکستان نوکران!

ژوندۍ دې وي خپلواکي، دموکراسي او ټولنیز عدالت!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

د ۱۳۹۲ کال د تلې ۱۵مه (د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۷مه)


Category: پشتو