د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت (راوا) اعلاميه د بشر د حقوقو نړيوالې ورځې په اړوند


افغانستان د بشر د حقوقو د سلاخي کولو له وينو ډک ډګر



پنځه کاله وړاندې امريکا او متحدينو يې افغانستان د نظامي بريد لاندې ونيو، چې ګنې جګړې ځپلي او مصيبت ليدلي هيواد ته "د بشر حقوق"، "دموکراسي" او "آزادي" په زيري راوړي. طالبي دولت ړنګ شو او د حامد کرزي لاس پوڅی دولت چې له جنايتکارانو او يا د محمود ميستري په وينا د شمال ټلوالې "د غلو ډلې" څخه جوړ شوی، د دموکراسۍ له درواغو ډکې ملعبې سره صحنې ته راوړل شول. خو نن ورځ د ښاغلي کرزي او د هغه لويديځ جوړونکو خاينانه سياستونو، افغانستان د بحراني وضعيت پر لور رهي کړی، چې د ساعتي بم په څير هره شيبه د چاوديدو امکان يې ليدل کيږي. د تيرو پنځه کالو په ترڅ کې "دموکراسي" او "آزادي" او نور تر ټولو بد خيانت او ملنډو لاندې نيول شوي او د بشر د حقوقو حالت د بل هر وخت په پرتله په ډاګه په يوې دردناکې ملنډې بدل شوی.

Violence against women is widespread all over Afghanistan.
«دښځو حقوق در بشر حقوق دی»

د "شمال ټلوالې" جنايت سالاران د امريکا پر پنجو سپاره د هيواد په هر ګوټ کې خپل سيمه ييز ځنګلي حکومتونه لري او پر خلکو ستم او بربريت روا ګڼي. که د بشر د حقوقو له نورو څرګنده پيښو څخه تير شو، يوازې د ښځو په منځ کې د ځان سوزولو له اندازې څخه چې د هيواد په تاريخ کې ساری نه لري او د مسلمانو هيوادونو په ګډون له بل هيڅ هيواد سره پرتله کيدای نشي، د خلکو د بدبختۍ په ژورتيا پوهيدای شو. څه موده وړاندې د يونيسف سروې وښوده، چې په کابل کې له ۵۰۰۰۰ کونډو څخه په سلو کې ۶۵ يې د درمل نه کيدونکو دردونو څخه د ژغورلو يوازينۍ لاره په ځان وژنې کې ويني.

په کندز کې ۱۱ کلنه صنوبر د "شمال ټلوالې" د اراذلو له خوا تر ټوليزې تيري لاندې نيول کيږي او وروسته د يوه سپي په بدل کې معاوضه کيږي؛ په بدخشان کې د خپلو دوو ماشومانو په وړاندې پر يوې پيغلې ښځې د ۱۳ جهادي خنځيرانو له خوا تيری کيږي او يو تن يې بې ناموسي هغه ځای ته رسوي، چې د ښځې د ماشوم په خوله کې چې له ډاره يې چيغې وهلې، متيازې کوي؛ د خاينانو مشر د رسول سياف په نوم يو جنايت پيشه د کابل په څو کيلومترۍ کې د پغمان خلک د غارت او ګواښ لاندې نيسي، خپل مخالفان په شخصي زندانونو کې شکنجه کوي، خو د پغمان پوزې ته رسيدلي خلکو له سوزه ډکه ناره د پارلمان مخې ته د څو وار لاريونونو او اعتراضونو سره سره، نه يوازې دا چې کوم ځای نه نيسي، چې په اصطلاح پوليس چارواکي چې په سر کې يې د ظاهر اغبر اوامان الله ګذر په نوم او له همدې جنسه نور سړي وژونکي ځای لري، پر لاريون ډزې کوي او دوه تنه يې وژني.

دا د تورمخو د جنايتونو يوازې کوچنۍ بيلګه ده، چې د "شمال ټلوالې" تبهکارانو په وسيله زموږ پر خلکو تر سره کيږي. دوی په ډاډه زړه د حکومت په بنسټيزو څوکيو، قضا او پارلمان کې پراته دي او د لويديځ لخوا نازول کيږي او يو شمير بې مسلکه، جوړجاړي کوونکي، مرتد او جاسوس روښن اندي هم ورته نڅا کوي.

د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون او د ښځو چارو وزارت او نور نمايشي بنسټونه د هغو هڅو له ډلې څخه دي، چې غواړي د خلکو او نړۍ په سترګو کې خاورې وشيندي او په هيواد کې د بشر او د ښځو د حقوقو ناورين پټ کړي. دا بنسټونه که څه هم بې شميره پيسې حيف او ميل کوي، هيڅکله د اوسني ناورين د علت العلل – د"شمال ټلوالې" د غليمانو واکمنۍ- ته اشاره نه کوي. د ذوفنون ناطق په نوم په بدخشان کې د ښځو چارو وزارت مسووله پر يوې ښځې د ټوليز تيري د خبر د خپريدو وروسته د واکمنو هيرويين سالارانو په وړاندې د غوړه مالۍ له کبله، پژواک خبري رسنۍ ته وايي: "داسې پيښه هيڅکله په بدخشان کې پيښه شوې نه ده"! او دا په داسې حال کې وه، چې د پوليسو رييس هغه منلې او د مجتبی په نوم د اسلامي جمعيت قوماندان يې د هغې عامل وبوله. د فهيمه کاکړ په نوم په کندز کې د ښځو چارو وزارت يوې بلې معامله کوونکې مسوولې د يوې ښځې د مړي چې لاسونه يې تر شا تړلي او سر يې له بدن څخه جلا شوی و، د پيدا کيدو په غبرګون کې خبريالانو ته د دې خبرې په ويلو چې "...په دې حالت سره لازمه نه ده، چې د يوې تورسرې سر له بدن څخه جلا کړي، زما له نظره او د اسلام له نظره، دا يو ښه کار نه دی" ويې نه غوښتل چې د جهادي سرورانو د رنځيدو لامل شي. د زياترو "چارو" ښځينه غړي د همدې راز زينت المجلس ښځو څخه ټاکل شوي، تر څو د ښځو ازادۍ او د بشر حقوقو ته خيانت وکړي او د جنايتکارانو په وړاندې له دلربايي څخه کار واخلي.

په عراق کې مفتضحانه ماتې، له امريکا څخه داسې لاس او پښې ورکې کړي، چې غواړي په هره بيه چې وي، زموږ ملت سره د لويو خيانتونو په کولو سره له افغانستان څخه د خټو پوزه جوړه کړي. د ناټو غړو تضادونه او د امريکا په وړاندې د ځينو نافرماني، د دې هيوادونو ستونزې پيچلي کړي او له دې کبله امريکا هڅه کوي هر څنګه چې کيږي، په افغانستان کې ظاهري، لنډمهاله او ماتيدونکې سوکالي نندارې ته وړاندې کړي، تر څو د "بي ۵۲ دموکراسۍ" بريالۍ بيلګه نورو ته ښکاره کړي او په عراق کې خپل له لاسه وتلی حيثيت لاس ته راوړي.

ګلبدين او طالبانو ته بلنه ورکول او د قومي جرګې په لاره اچول د همدې موخې په چوپړ کې او د جهاديانو- طالبانو- ګلبدين- خلقيانو او پرچميانو د شيطاني کړۍ د پوره کولو لپاره زموږ ملت سره تر ټولو تازه خاينانه لوبه ده. قومي جرګه هم له لويه جرګې او پارلمان څخه ښه برخليک نه لري، يوازې زموږ د خلکو د تيرويستلو او د هغوی په انتظار کې ساتلو لپاره برنامه شوې ده. لومړی امريکا طالبي جنايتکاران په "معتدل" او "غيرمعتدل" ويشلي او د ملاراکټي، ارسلارحماني، ملاخاکسار، وکيل احمدمتوکل او قلم الدين په شان ويني څښونکي او د طالبانو نورو مشرانو باندې د "منځ لارو" ټاپه وهلې، هغوی ته يې اجازه ورکړه، تر څو پارلمان ته لاره پيدا کړي او اوس ان د ملاعمر او ګلبدين په شان سرجنايتکارو ته هم بلنه ورکوي، چې په دولت کې ګډون وکړي. په دې بويناک دولت کې يوازې د امريکا د القاعده مزدورانو ځای خالي دی.

که څه هم طالبانو او د ګلبدين بانډ ته په واک کې له مودې راپديخوا ځای ورکړل شوی دی او په پارلمان، قضا او حکومت کې زيات استازي لري، خو وروستۍ بلنه لکه څرنګه چې په کراتو مو ويلي دي، ثابتوي چې امريکا په هيڅ توګه په افغانستان کې د سولې او دموکراسۍد استقرار لپاره ليوالتيا نه لري او زموږ د خلکو سوکالي ورته دوه پيسې هم ارزښت نه لري. امريکا د خپلو سياسي او اقتصادي موخو د پلي کولو په لټه کې ده او ورته دا مهمه ده، چې خپلو اسيايي سيالانو ته خپل زور وښيي، د منځنۍ اسيا د نفتو او غازو بې سارې زيرمو ته لاره پيدا کړي او په سيمه کې پوځي پايګاهګانې يې پراختيا ومومي. امريکا زموږ خلک قرباني کړي او غواړي د ټولو خاينو او جنايتکارو ځواکونو په متحد کولو سره داسې دولت جوړ کړي، که څه هم د سر او مخ څخه يې زموږ د خلکو وينې او فساد او رذالت وڅڅيږي، خو جلو يې د سپينې ماڼۍ په لاس کې وي. د امريکا نظامي حضور نه دا چې زموږ خلکو ته کوچنۍ ګټه ونه رسوله، بلکې په پټو سترګو بم ورولو او عملياتو په اجرا کولو او په راډيو اکټيو لړلو توکو او خوشه يي بمونو د کارولو په ترڅ کې يې زموږ په زرګونو ستم ګاللي خلک د تباهۍ کندۍ ته يووړل. دا واقعيت د امريکا د مداخلې د ټولو وطني او غيروطني پلويانو مخ تور ساتي.

موږ د "شمال ټلوالې" د هماغه لومړيو ورځو په نصبولو کې وويل، چې په داسې يوه هيوادپلورونکې او د خلکو ضد ځواک سره په هيواد کې سوکالي او د بشرحقوق په زيري نه راوړل کيږي، چې نن ان مطبوعاتو او لويديځو سرچينو هم خپله خوله پرانيستې او د اوسنۍ بحراني وضعې اصلي جرړه د جهادي وبا په واکمنۍ کې ويني. خو د کرزي بنسټپال او جاسوس وهلی دولت د دې لپاره چې پر خپلې بيکاره ګۍ، فساد او توروالي پرده واچوي، د پاکستان ضد زرګري او ساختګي جګړې ته لمن وهي او داسې اکت کوي، چې ګنې که د پاکستان لاس وهنې نه وي، افغانستان به د ګلونو بڼ وای او هيڅ ستونزه به نه وای. دوی د پاکستان د "ائتلافي دولت" د جوړيدو له څرګندونو څخه خپله خوله له ځکونو ډکوي، په داسې حال کې چې دا "ائتلافي دولت" د طالبي او ګلبديني تبهکارانو په ګډون له مودو راهيسې په کار بوخت دی.

د سياف، رباني، قانوني، فهيم، مجددي، مسعود، دوستم، محقق، خليلي او اسماعيل په څير هيوادپلورونکي او هم مسلکان يې چې يو وخت د پاکستان او ايران خچن او بې ارادې مردار خواره وو، هيڅکله نشي کولای د پاکستان پر ضد په کرکجنو اداګانو سره خلک وغولوي او له خپلو تنديو څخه د څو اړخيز مريتوب مارکونه ليرې کړي. د پاکستان او ايران دولتونه بايد وړاندې له هرڅه د اوه ګونو او اته ګونو ډلو د خاينانه روزلو لپاره زموږ له ملت څخه په رسمي توګه بخښنه وغواړي او په دې کې هم هيڅ شک نشته چې طالبان په پاکستان کې د ځانګړو سرچينو له خوا ملاتړ کيږي، لکه څرنګه چې ايران د اسماعيل، خليلي، محقق، کاظمي، براهوي او نورو په شان جاسوسان د خپل وزر لاندې نيولي، خو دا د هيواد دټولو مصيبتونو اصلي لامل ګڼل د خلکو تيرويستنه او احمقانه کار دی. اصلي لامل بايد په هيواد کې دننه ولټوو، تر هغه وخته چې کورني قوي عوامل وجود ونلري، بهرني عوامل په اسانۍ سره اغيزمنتيا درلودلای نشي.

د طالبانو د پياوړي کيدو اصلي لامل، اوسنی حالت او له جهادي واکمنې مافيا څخه د خلکو بيزاري او کرکه ده. خلک چې د دولت لخوا د هغوی ستونزو ته نه د پام کولو، په جيبونو کې د مرسته شويو بليونونو ډالرو وهلو، د امنيت نشتوالي، د مطلقې نه پوښتنې او... څخه سوځي، د طالبانو د پرمختګ په هکله کومه اعتنا نه کوي. حاجې نيک محمد چې د ناټو د بمبارۍ له کبله د کندهار په پنجوايي کې خپل څو تنه خپلوان له لاسه ورکړل، خبريالانو ته يې وويل: "زه په اوسنيو شرايطو کې لازم ګڼم چې له طالبانو سره يو ځای شم، طالبانو تر اوسه زموږ په کلي کې دوه تنه وژلي دي، خو بهرنيو ځواکونو په يوه ورځ کې له ۶۳ څخه زيات کسان ووژل."

زموږ خلک پوهيږي، چې طالبان او جهاديان په اصل کې له يو بل سره توپير نه لري، په وروستي تحليل کې له يو بل سره د هډوکې تر مغزه مرتجع، انسان وژونکي او بيګانه پرسته "وروڼه" دي. دا دواړه د منځنيو پيړيو ځواکونه به په يوه ټاکل شوي وخت کې له يو بل سره يوځای شي، تر څو په ګډه زموږ خلک د خپلې ترهګرۍ او مذهبي فاشيزم د چړې لاندې وساتي. د جنايتکارانو مشر رباني په وروستيو څرګندونو کې چې له طالبانو سره به جګړه ونکړي، عملاً پر دې خبرې د منلو مهر ولګاوه.

د تاريخ طنز خو دا دی، چې له افغانستان څخه په بهر کې داسې کيڼ او ښي ځواکونه شته، چې له طالبانو څخه د "امپرياليزم ضد ځواک" په توګه ملاتړ کوي. دوی په دې له ملنډو ډک حرکت سره خپل ځان مسخره کوي او دا ثابتوي چې دوی يوازې د کاغذ او قلم په کچه انقلاب کوي او ان زموږ د هيواد د ماشومانو په کچه هم له اوسنۍ اوضاع څخه خبر نه لري. که دوی يوازې يوه ورځ د کرامو طالبانو په منګولو کې بند پاتي شوي وای، ښايي په دې دردونکو ملنډو سره به يې زموږ خلک ځورولي نه وای.

موږ د نړۍ په کچه د جګړې ضد له پراخ غورځنګ څخه خپل ملاتړ او دفاع اعلاموو، چې هره ورځ په پراخه توګه لمبې وهي او د امريکا او متحدينو د زورويلو او جګړې ته د اور اچولو په وړاندې په مخه نيونکي عامل بدليږي.

"د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت" که څه هم د بنسټپالو د ښکار د لست په لومړي سر کې ځای لري، خو بيا هم د ملت په وړاندې اعلاموي، چې د پخوا په شان به د جهادي، طالبي، خلقي او پرچمي خاينانو پر ضد خپلې نه پخلاکيدونکې او مصممې مبارزې ته ادامه ورکړي او د دوی د خلکو تيرويستونکي ماسک د څيرې کولو لپاره به يوه شيبه هم ارامه پاتې نشي.

موږ پر ټولو ازادي غوښتونکو او د پرديو ضد او بنسټپالو ضد ځواکونو باندې غږ کوو، چې تر هغه پورې چې د بنسټپالۍ او د هغوی د پرديو مالکانو پر ضد مو متحده جبهه جوړه کړي نه وي، هيڅکله به ونکړای شو، چې د خلکو د بدن او روح څخه د بنده ګۍ او د طالبانو او "شمال ټلوالې" د ستم زنځيرونه ليرې کړو. موږ پر افغانستان باندې د امريکا د يرغل په هماغه لومړيو ورځو کې اعلام وکړ چې "د افغانستان د پرګنو پرته هيڅ ځواک زموږ سره نه مرسته کولای شي او نه به يې وکړي او په تاريخ کې هم ليدل شوي نه دي، چې يو هيواد يا هيوادونه يوه ملت ته ازادي وروبخښي."

د بنسټپالۍ د ړنګيدو پرته د بشر د حقوقو تامينول خوب او خيال دی
رپانده دې وي د ازادۍ، دموکراسۍ او ټولنيز عدالت لپاره د مبارزې بيرغ
له خلکو سره د بنسټپالۍ پر ضد يا برعکس، دريمه لاره وجود نلري.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت (راوا)

د ۲۰۰۶ د دسامبر ۱۰- د ۱۳۸۵د ليندۍ ۱۹



فارسی | English | Italiano | Deutsch | Português | 日本語




[Home Page] [راوا در مطبوعات] [کتابهايی در باره راوا] [ساير اسناد راوا] [صفحات فارسی]