The Revolutionary Association of the Women of Afghanistan (RAWA)
RAWA


 

 

جمعیت انقلابی زنان افغانستان (راوا), February 6, 2017

«مینا»

د «راوا» یو تن ځوان غړي د مینا شهادت ۳۰ تلین په مناسبت مونږ ته دا لاندی شعر را استلوی دی.


سی و مین سالروز شهادت مینا


د وطــن لــه کـنـډوالــو را پــاڅیـدلې
د ولسونو لــه ایــرو را پــورتــه شــوې
هر یــو ظلم هــر نــاتار یی دی لیدلی
له ناخوالو نه یی ځواک توان موندلی

په ځــیرکـو ســترګو یی خـپله لار پیدا کړه
شـوه ځواکــمنه په تــیارو کی یی رڼا کــړه
د «هیواد د سوځیدلی دیوالونو» په لیدو
شوه هوډمنه له دښمن کــرکه پیــدا کــړه

چی دې کړی وو سوګند ستنه به نشی
حق به اخلی ته په زور په شـــا به نشی
دا اخوان کرغیړن تا رســوا – رسوا کړ
ددوی ګواښ ته تر پایه تسلیم نشوی

ته راپورته شوی تــــوپــان دی کــــړلــــو جــــوړ
په نړۍ کی؛ د افغان میرمنې غږ دی کړلو خپور
«د بــــری او بــــریا پـــــه مــــــنـــځ کــــې» تــا
«آزادی ســرود زده کړی» زوګ ګــړو جوړ

ستا د لاس له خوځیدو دښمن ډاریږي*
طــاقـــت نلــــری چی ودریږي، رپیــږي
تـــــه مـــشال د آزادۍ یی مـــونږ لپــاره
ستا له نوم نه د غــلیم زړګی درزیــــږي

ستــا هــمت او ستــــا عظــمــت ته مــو ســلام دی
چی دی وکړې سرښندنې، شهامت ته مو سلام دی
په مـــــــیړانــه دې د ښـــځــــو غــــږ اوچـــت کـــړ
شــوی غــلیم تـه لـکه غر، استقامت ته مو سلام دی

میــنا! ستا لاره ده ژونــدۍ ښــځې ویښيږي
د هیواد له تورو خاورو لا تازه ګلان غوړیږي
کــــه هـــــرڅه نن په وطن مو جوړ ماتم دی
ستا له وینو به یو ورځ سـیـــلاب جـــوړیږي

«توپان»
د ۲۰۱۷ کال جنوری ۲۱مه‎



* په ۱۹۸۱ کال کی د فرانسې سوسیالیست ګوند په کنګره کی مینا د بریالیتوب نښې په څير خپل لاس پورته کړ چی روسې استازي بوریس پوناماریو په ټیټ سر تالار پریښود.

Category: فارسی - Views: 5123