The Revolutionary Association of the Women of Afghanistan (RAWA)
RAWA


 

 

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت, March 7, 2013

افغانې ښځې د بنسټپالو او نیواکګرو د بې عدالتۍ په اور کې سوزي

ژوندﺉ دې وي د خپلواکۍ، دموکراسي او ټولنیز عدالت لپاره د افغانستان د ښځو او سړو مبارزه!


RAWA statement on 8 March 2013

دولس کاله کیږي چې د امریکا لخوا د «ښځو حقوقو»، «بشري حقوقو»، «سولې» او «ثبات» راوستلو په نوم د «ترور پروړاندې جګړه» روانه ده. د دې مهال په لړ کې د غربي رسنیو د دروغجنو مبلغینو د دعوې پر خلاف د افغانستان ښځو نه یوازې دا چې خپلو لومړنیو حقوقو ته یې لاسرسی ونه وموند، بلکې په خاینانه توګه د دوی له دردونو او مصیبتونو څخه د امریکا او غرب استعماري سیاست د مخ پر وړلو لپاره ترې ډیره ناوړه ګټه پورته شوه. پر افغانستان باندې د لښکر د راماتیدو په لومړیو ورځو کې هغه مهال چې امریکا د ښځو ضد ناوړو او انسان وژونکو مخلوقاتو لکه سیاف، قانوني، فهیم، خلیلي، عبدالله، محقق، عطا، اسماعیل، خرم، الماس، رباني، دوستم، شیرزوی، فاروق وردک، ارغندیوال او دغه راز پر نورو د انسانیت او تمدن ضد مخلوقاتو یې ډډه ووهله، څرګنده وه چې افغان ښځې به د امریکا او غرب د ناوړو معاملو لومړني قربانیان وي.

«د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت» زموږ پر هیواد باندې د امریکا او ناټو له یرغل څخه څو میاشتې وروسته د ۲۰۰۱ کال د مارچ په اتمه په خپله اعلامیه کې ولیکل:

«د افغانستان ښځې آزادې شوې نه دي.... "راوا" په کلکه سره وایي، یوازې د افغانستان له خلکو پرته هیڅ ځواک زموږ ستونزو ته رسیدی نشي او نه به ورسیږي او په تاریخ کې هم نه دې لیدل شوي چې یو هیواد یا بهرني هیوادونه یو ملت ته آزادي وروبخښي چې په خپله د اسارت لامل او واکمني یې د بنسټپالانو په لاس کې وي.

تیره یوه لسیزه کې زموږ د وړاندوینې صحت یې ثابت کړ. نن ورځ جهادي جنایتکاران چې د امریکایي اربابانو په پلوي او ډالرو کې مست دي، ښځه لکه د بې مالکه مال د جنسي تیري، رټنې، ګواښ، تاوتریخوالي او ان تر وژنې لاندې نیسي، لیکن د بي ۵۲ «قانون» پربنسټ له هر ډول څارنې، محکمې او سزا څخه معاف دي. د سړي واکي فرهنګ چې د مزدوره دولت او د دوی د بنسټپالۍ ویروس باندې ککړ نهادونو لخوا تبلیغ او پلوي کیږي، ښځه یې د سړي نیم او د بې ارزښته موجود په توګه تبلیغ کړې او د توپیر لاندې یې نیسي، لیکن زموږ مظلومې ښځې هیڅ اواز اوریدونکي نه لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې په ګرمه کوره کې سوزي، امریکا او د کرزي فاسدې کړۍ پښې لوڅې کړي دي، څو تیزاب شیندونکی ګلبدین چې له ښځو سره په ضدیت کې اوږده تاریخچه لري او دغه راز ملا عمر چې ښځو ته د حقوقو د ورکړې په برخه کې سخت مخالف دی، په حاکمه کړۍ کې شریک کړي او ان تردې چې د عدلیې وزارت او سترې محکمې پوستونه وحشي طالبانو ته وسپاري. امریکا د خپلو استعماري سیاستونو ته د ادامې ورکوونې لپاره زموږ ښځې یو وار بیا قرباني کړې او عملاً یې د ایران او پاکستان ناوړو او ظالمو دولتونو حرامي بچیانو سره چې د ښځو د ضدیت سمبول دی، جوړ جاړی ورسره وکړ. د امریکا لپاره مهم دا دي چې تروریستي او اخواني معامله کوونکي ډلې د سرطاني غدو په څیر د دوی د لوټمارانه واکمنۍ ته زمینه جوړونکي اوسي، ځکه چې د خپلو اډو د ساتلو لپاره ورته مرتجع، خاین او کلک ملي ضد عناصرو او ځواکونو ته اړتیا لري.

د افغانستان ښځې باید پوهه شي، څو ترهغه مهاله دې پوهې ته لاسرسی ونه مومي چې خپل حق د خپل مټ پر زور کولای شي ترلاسه کړي، ممکن نه دی چې ښه ورځ وویني او په خپل وضعیت کې د ښه شیبو شاهد اوسي. موږ ټولې ښځې سره باید یو موټی شو او د ځانسوزونې پرځای د ظلم او استبداد ریښې وسوزو. د هیڅ یو هیواد ښځې تراوسه د نورو په لاسونو او پرته له مبارزې او هڅو خپلو حقوقو ته لاسرسی نه دی موندلی موږ دولس کاله کیږي چې د امریکا او ناټو ورکول شوي حقوق تجربه کوو چې پرته له غلامۍ او فریب او چل او نر څخه یې نور څه نه درلودل.
د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت، د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۸مه

یو شمیر دولتي او پارلماني غوړې او رنګ شوې ښځې لکه فوزیه کوفي، سیما سمر، شکریه بارکزﺉ، زهرا نادري، حسن بانو غضنفر، شینکۍ کړوخیل، فوزیه سادات، فاطمه ګیلاني، آمنه افضلي، وژمه فروغ او نورې چې خولې یې د وکالت، وزارت، ریاست او بهرني سفرونو امکاناتو او پیسو باندې خوږه ده، ان تردې چې نه غواړي د ښځو پروړاندې د موجودو ترخو واقعیتونو په اړه په خوله خبره راوړي، نو د خپلو همجنسو پروړاندې د روانو ناورینونو اصلي لاملینو په مقابل کې ودریدنه، مخنیوی او محاکمې ته به څه ورسیږي. دغه یو شمیر ښځې چې د نیواک له برکته یې مقام او څوکۍ ترلاسه کړي، واکمنو جلادانو ته په لاس ورکوونې سره د ښځې دښمن بلل کیږي، د دې پربنسټ په مهمو څوکیو کې د دوی شتون هیڅکله نشي کولای د ښځو ځای وټاکي.

دغه ښځې چې د امریکا تبلیغاتي خوراک لپاره مناسبې نوڼۍ دي، د اوسني استعماري او د کرزي پوشالي سیستم د منځه وړل د خپل ژوند شان او شوکت د منځه وړلو په څیر ګڼي، له دې امله د دې دردونکي او نه مننونکي شرایطو پرمخ وړلو ته ادامه ورکوي. ډیری دغه د ارتجاع او نیواک چوپړانې د جنګي جنایتکارانو په چوپړ کې شتون لري او په ډیرو ښه حالاتونو کې د کرزي ناولې او شلیدلې کړۍ کې یوازې د سمون غوښتونکي دي او بس. پهدې دلیل سره دغه ښځې پوهه یا ناپوهه د ښځو د دښمنانو په کتار کې قرار لري او په هیڅ صورت نه شي کولای د افغانستان په دوزخ کې د وریتو شویو ښځو استازې اوسي.

موږ د ۲۰۰۵ کال په اتم مارچ کې ولیکل: «د اوسني خراب وضعیت ادامه او تروریستانو "شمالي ټلوالې" څخه د غرب پلوي، په افغانستان کې څرګندوي چې امریکا او متحدین یې د بشر او ښځو حقوقو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او یوازې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې په پام کې نیسي.»

نن ورځ لیواله خلک هم په دې خبره اعتراف کوي چې د افغانستان ښځې آزادې شوي نه دي او د غرب په تبلیغاتي جامو بدل شوي دي. د امریکا د شتون په برکت سره د توپکسالارانو لخوا ښځې د ډله ییز تیري لاندې نیول کیږي؛ په ډیریو سیمو کې د ېالبانو لخوا درو وال کیږي، تیزاب ورباندې شیندل کیږي او یا په بې رحمانه توګه سنګسار کیږي، لیکن امریکا او چوپړان یې تراوسه هم جاهلو طالبانو ته شین څیراغ ښکاره کوي او د دوی د بالکي دولت سره د یوځای کیدو غوښتونکي دي. د پام وړ یو شمیر زموږ ښځې د بې وزلۍ او بیکارۍ له امله یا فحشا او یا هم خیرات غوښتنې ته اړویستل کیږي؛ په افغانستان کې د میندو او نوزیږدو د مړینې کچه د هر بل هیواد پرتله ډیره ده.

په دې هیواد کې منل شوي قوانین د بې ارزښته ورقو په څیر ارزښت لري چې یوازې د عوامو خلکو د فریب په درد خوري او هیڅکله نه عملي کیږي د دې پربنسټ د کرزي جوړ شوی «د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي منع قانون» د یو ښکلي سند په څیر په اوچته تاخچه کې ایښودل شوی دی. هغه مهال چې ښځې د میړه، پلار او یا ورور لخوا د مختلفو لاملینو له لارې وژل کیږي او یا د تاوتریخوالي لاندې نیول کیږي، عاملان یې سزا نه ویني او په ډیرو برخو کې قرباني ښځې د قضایي سیستم لخوا هم د خیانت لاندې نیول شوي دي، له «کور څخه د تیښتې» په جرم زندان ته اچول کیږي، هغه ځای چې په وار وار سره د

د ښځو پروړاندې ورته خراب چاپیریال کې له دوی څخه ډیری یې د خپل ژوند شیبې داسې تنګې ویني چې تدریجي مړینې څخه د خلاصون لپاره ځانسوزونه غوره کوي. له دې امله زموږ د ښځو ترمنځ د ځانوژنې کچه په بې سارې او ډارونکي توګه لوړه شوې ده. د افغانستان په نوم زندان کې نوي ګلونه لکه صنوبرې، سایمې، انیسې، زر بي بي یانې، ګل افروز ګانې، شکیلاګانې، نفیسې عزیزې او سلګونه نورې معصومې نجونې د واکمنو انسانوژونکو په چټلو او وینو ډکو لاسونو ټوټه ټوټه شوې دي. دا دې د افغان ښځو له درد څخه ډک ژوند، نه هغه خیالي انځور چې د نړیوالو د فریب لپاره د امریکا دروغ خپرونکي ماشین یې تبلیغوي.

هغه ملت چې خپلواکي ونه لري او ټول خلک یې د استعمار او استبداد په زنځیر کې زنداني وي، نه ښایي چې ښځې یې خپلو لومړیو حقوقو ته لاسرسی ومومي. د بهرنیو ځواکونو وتل او د خپلواکي ترلاسه کول کولای شي د دموکراسۍ او آزادۍ ارزښتونو ته د رسیدو لومړی ګام اوسي چې د ښځو د آزادۍ لپاره له بنسټیزو شرطونو څخه شمارل کیږي. د بهرنیو ځواکونو په نه شتون او بنسټپالو جنایتکارانو سره د دوی پلوي پرې کولو سره به زموږ خلک وکولای شي چې په اسانۍ سره ساه واخلي، د خپلې ازادۍ، دموکراسي چې پر سیکولاریزم ولاړه اوسي، ټولنیز عدالت او رښتینولي لپاره هڅې وکړي. په اوسني شرایطو کې ټول د لوړو ارزښتونو مدافعین د امریکایي یرغلګرو او ناټو او د دوی افغاني نوکرانو لخوا ځپل شوي او د سر د اوچتیدو وخت ورته نه ورکول کیږي.

د افغانستان ښځې باید پوهه شي، څو ترهغه مهاله دې پوهې ته لاسرسی ونه مومي چې خپل حق د خپل مټ پر زور کولای شي ترلاسه کړي، ممکن نه دی چې ښه ورځ وویني او په خپل وضعیت کې د ښه شیبو شاهد اوسي. موږ ټولې ښځې سره باید یو موټی شو او د ځانسوزونې پرځای د ظلم او استبداد ریښې وسوزو. د هیڅ یو هیواد ښځې تراوسه د نورو په لاسونو او پرته له مبارزې او هڅو خپلو حقوقو ته لاسرسی نه دی موندلی موږ دولس کاله کیږي چې د امریکا او ناټو ورکول شوي حقوق تجربه کوو چې پرته له غلامۍ او فریب او چل او نر څخه یې نور څه نه درلودل.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت «راوا» په داسې حال کې چې د ښځو نړیوالې ورځ په ویاړ د نړۍ ټولو مبارزو او عدالت غوښتونکو ښځو ته مبارکي وایي، هیله لري چې په راتلونکې کې نه دومره لیرې د افغانستان ښځې هم دغه ورځ د ښځو ضد بنسټپالو او نیواکګرو څخه په آزاده ټولنه کې د دموکراسۍ او هوساینې په لار کې ولمانځي. د «راوا» غړي او فعالان متعهد دي چې د دغې لوړې شیبې د غوښتنې لپاره به له مبارزې او هڅې لاس پر نشي.

د ښځو آزادي په خپله د دوی په لاس رامنځته کیږي او بس!

ژوندﺉ دې وي د خپلواکۍ، دموکراسي او ټولنیز عدالت لپاره د افغانستان د ښځو او سړو مبارزه!

مړه دې وي بنسټپالان او مذهبي او غیر مذهبي هیوادپلورونکي او د دوی بهرني ملاتړي!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۸مه – د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۸ مه

Category: پشتو - Views: 22633