The Revolutionary Association of the Women of Afghanistan (RAWA)
RAWA


 

 

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت, April 30, 2012

د غویی اتمی او اوومی جلادانو پنجی د خپل هیواد له برخلیک څخه لنډی کړو!

په دغه نیکمرغه ورځ کې د افغانستان دردیدونکي خلک کولای شي چې د آزادۍ، دموکراسۍ او د ټولنیز عدالت خوند وڅکي.

په داسی حال کی چی د اسلامی هیوادونو ډیری ښځی او سړی د زوړ او سخت زړی رژیم پر وړاندی په سرتاسری پاڅونونو پاڅیدلی او دغه، نړۍ په سمه توګه د «عرب پسرلی» ونومو، لیکن خلقی ـ پرچمی خیانت کسبو او هیواد پلورو او ځناورو بنسټپالو، د افغانستان پسرلی داسی په ویر، تورتم او ظلم او زیاتی تبدیل کړ، چی اوسمهال د هیواد په معاصر تاریخ کی د غویی میاشتی دوه ورځی په ښکاره توګه بدمرغی ګرځیدلی دی.

اته ګونو او اووه ګونو تنظیمونو خپلو څلورو کالو واکمنۍ پرمهال په هیواد کی په ځانګړی توګه په کابل کی داسی وینه تویونه وکړه، چی آن تردی امریکایي، عربي، پاکستاني او ایراني صاحبانو د دوی له شتون څخه د شرم احساس وکړ او ایراني فاشیستي اربابانو یی وویل، چی دوی «سپیڅلی اسلام بدنام کړ!». د تورتم او جهالت تنظیمي لښکرو یوازی د څو کالو جګړو په لړ کی اویا زره بی ګناه کابلیان ووژل؛ ښار یی په بشپړه توګه ویجاړ او لوټ کړ؛ د منځنیو پیړیو په افکارو سره یی ښځی د کور کړی او پر ښځو او ماشومانو یی جنسي تیری وکړ؛ زموږ ملي او فرهنګي شتمنۍ یی لوټ او له منځه ویوړی. د پاکستان آی. اس. آی رئیس او په افغانستان کی د جهادي جنایتکارو وکیلانو پلار جنرال اختر عبدالرحمان ویلي وو: «کابل باید وسوځیږي!» که څه هم هغه د خپلی هیلی تر رسیدو مخکی وسوځید، لیکن د هغه زنځیري سپو د خپل پاکستاني پلار خوب د هغه له فکر او تصور څخه ډیر ترهناک عملي کړ. انسان خوړونکي ګلبدین په یوه ورځ کی په کابل باندی له زرو ډیر راکټونه ورواچول؛ سیاف، رباني او مسعود زموږ د هزاره هیوادوالو د عام وژنی سره غوښتل چی هم خپلو عربي او پاکستاني پلرونو ته وفاداري وښایی او هم د هیواد په تاریخ کی د خپل پخواني خاین عبدالرحمان خان ځای په ځناورۍ سره تازه کړي؛ دوستم او څیرونکو ملیشه وو یی په لوټ او پر ښځو او نجونو جنسي تیري سره خپل بربریت ته ادامه ورکړه؛ د ایران نوکرانو لکه هر یو مزاري، محقق، خلیلي، انوري او ... د خلکو په سرونو میخونه وټکول، مړغنجنه نڅا یی په ننداره واچوله او آخندي جنایتونه او سپکاوی یی خلکو ته وړاندی کړ.

د جنایت کسبه جهادیانو د بدمرغی واکمنۍ دوران نه یوازی دا چی د هیواد مادي ارزښتونه له تباهۍ سره مخ کړل، بلکی زموږ د خلکو ارزښتناکه معنوي ارزښتونه لکه د مختلفو توکمو ترمنځ ملي یووالی یی ګرږنده کړ او په ځانګړی توګه مظلومو هیوادوالو پر هندوانو او سیکانو یی ظلمونه روا ګڼل، چی د دی ستاینه د هر باوجدانه انسان زړه بوږنوي. د هیواد د اقلیتونو پروړاندی د حاکم نظام د خیانتونو باوجود د پیړیو په لړ کی د افغانستان خلکو د یو بل ترڅنګ په سوله او امن کی ژوند کوو او افغانستان یی خپل ګډ کور ګڼو. امریکا او لویدیز د هیواد بنسټپاله ګوندونه کټ مټ د توکمیزو توپیرونو په بنسټ تقسیم کړل او هیواد پلوري لکه ګلبدین، برهان الدین رباني، سیاف، یونس خالص، عبدالعلي مزاري او نور تر سره په وسلو سمبال کړل او زموږ خلکو ته یی «رهبر» وروپیژندل او دغو خاینینو په سخت زړیتوب سره یی زموږ د خلکو ترمنځ بی اتفاقي واچوله.

خانواده سوگواری که یکی از پسران خود را در جنگهای وحشیانه تنظیمی از دست داده است
ویرانه به جا مانده از سگ جنگی های فاشیستهای مذهبی.

کله چی امریکا د خپلو سیاستونو پرمخ وړلو کی د خپلو جهادي بچو ناهیلی شوه، یو ځل بیا یی د پاکستان، سعودي عربستان او په مجموع کی د سیمی بنسټپالو ارتجاع په مرسته، طالبان یی د دوی جهادي وروڼو په خلاف سمبال او د څو کالو لپاره یی زموږ د خلکو پر سر کینول، څو د تنظیمي جګړو ټپي خلک د منځنیو پیړیو قوانینو په ترسره کولو وربړوي. طالبانو د خپلو سیاستونو په پلي کولو افغانستان نور هم د تورتم لور ته ویوړو او د شمالي خلکو په وژنه، د بامیانو په یکاولنګ کی زموږ هیوادوالو عام وژنه، په مزار کی عام وژنه او نور بی شمیره جنایتونو سره یی په ځناورتوب د خپلو پخواني جهادیانو د جنایتونو، بربریت او د بی اتفاقۍ اچونی لار ونیوله.

د یولسم سپتامبر د دی لامل شو چی جنایت کسبه جهادي لوټماران یو ځل بیا د خپلو غربي بادارانو په پنجو ناست او د امریکا او ناټو بي ۵۲ په زور واک ته ورسیږي. امریکا دغو خپلو نوکرانو ته دریشي او نیکټایي واغوستلی او هغو چی یو وخت دموکراسي یی کفر ته ورته ګڼله او ټاکنی، پارلمان او د ښځو حقوق یی له اسلام څخه ګرځیدل ګڼل، د دموکراسۍ میدان له موره شوي اتلان یی معرفي کړل.

د امریکا او ناټو نظامي شتون په برکت سره جهادي ګیدړان د وزارت، ولایت او د پارلمان غړیتوب او سنا او نورو سهولتونو سره زموږ خلک لوټوي او داسی خپلو جنایتونو او ظلم او زیاتي ته په نوو لارو چارو ادامه ورکوي. که څه هم لویدیز دولتونو د روسانو پر وړاندی د جګړی پرمهال د کرکی ډک بنسټپالو ګوندونو په جیبونو کی په ملیونونه ډالره د « بشري مرستی» تر نوم لاندی تخته کولی، نن ورځ نور ملیاردونه ډالره د «افغانستان بیارغونی او مرستی» په نوم په خپلو مزد اخیستونکو لکه یونس قانوني، سیاف، فهیم، خلیلي، فاروق وردک، عطا محمد، رحیم وردک، اسماعیل خان، بسم الله خان، زاخیلوال، محقق، عبدالله او ...، او هم «مدني ټولنی» او ان جوګانو ته چی د بادارانو د سیاستونو په پلي کولو کی ښه نقش ولري، شیندی.

امریکا په خپلو جاسوسانو لکه کرزی، سپنتا، انورالحق احدي، اشرف غني، زلمی رسول، امرالله صالح او مافیایي اهل بیت باندی ډډه وهلو سره هڅه وکړه چی د غویي اتمه خونړۍ او ننګینه تاریخچه او څلور کلن وحشي امارت له یاده وباسي. وینه څښونکي جهادیانو، هیواد پلوره خلقیانو او پرچمیانو د افغانستان په پارلمان کی د عمومي بخښنی قانون تصویب کړ او زموږ د لسګونه زره بیګناه هیواد والو وينه یی یوبل ته وبخښله؛ په اصطلاح د پلورل شوي سیاسي چارو کارپوهانو او څیړونکو په خبرو کی هر شي ته اشاره کیږي، پرته له ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۷۵ کلنو ځناورتوب ته. امریکا یوازی هغه وخت له دغه کلنو څخه د «کورنۍ جګړی» په نامه یادوونه کوي چی زموږ هیوادوال له دی څخه د یو بد خوب په څیر وبیروي، که چیری د امریکا تلپاتی پوځي هډو ته هو ونه وایی، نو دغه تور کلونه به بیا رامنځته شي. دوی کولای شي چی دغه توره دوره یوازی له درسي کتابونو او د رسنیو د بحثونو څخه لری کړي، مګر هیڅ کله یی هم د تاریخ له پاڼو او د هغی مور له زړه څخه چی د خپل زوی ټوکړی ټوکړی وجود یی پخپله خاورو ته سپارلی، وباسي.

نن ورځ امریکا او لویدیز د دی په لټه کی دی چی د اووم او اتم ثور انسان وژونکي د مزدور کسبه طالبانو سره پخلا او د ټولو هیواد پلورو څخه یو متحد دولت زموږ پر خلکو حاکم کړي. طمع کیږي، امریکا د ستم کوونکو طالبانو مشران له بنده خوشی کړي او د پاکستان د آی.اس.آی دغه مزدور لښکر ته په لاسپوڅي دولت کی ځای ورکړي. د جنایت کارانو دغه ټولنیز یووالی سوله نه بلکی زموږ د ملت لاډیر بدبخت کیدو زیری راوړي. کله چی دغه وږي لیوان په ګډه زموږ پر هیواد او وګړو برلاسی ومومي، نو زموږ خلک به لا ترخی او بدی ورځی وویني. امریکا د دی لپاره چی افغانستان په سیمه کی په خپلی پوځي هډی بدل کړي او خپل تلپاتی شتون تضمین کړي، چمتو دی چی د هیواد او وګړو تر ټولو خونړي دښمنانو سره هر ډول معامله سرته ورسوي.

د «افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت» (راوا) د تل په څیر تاکید کوي چی د آزادۍ او بریالیتوب یواځینۍ لاره د ټولو دموکراتیکو ځواکونو او آزادي غوښتونکو ټینګه او بی سازشه مبارزه او د پوهی سره سم د ټول ملت سرتاسري پاڅونونه دي، چی په دغه صورت کی د امریکایي نیواکګرو شړل او د کرزي مافیایي رژیم رانسکورول، د طالبي او جهادي انسان وژونکي رهبرانو محکمه کول او د دوی چوپړو کارپوهانو او څیړونکو رسوا کیدل تحقق پیدا کوي.

په دغه نیکمرغه ورځ کی د افغانستان دردیدونکي خلک کولای شي چی د آزادۍ، دموکراسۍ او د ټولنیز عدالت خوند وڅکي.

د غویي اوومه او اتمه زموږ د تاریخ ننګونی!

د دموکراسۍ او ښځو حقوقو لپاره مبارزه د بنسټپالۍ او نیواک سره د مبارزی له لاری تیریږي!

څپانده دی وي زموږ د خلکو خپلواکۍ غوښتونکی او د بنسټپالۍ ضد غورځنګ!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت

د غویي ۸ مه ۱۳۹۱

Category: پشتو - Views: 17301