The Revolutionary Association of the Women of Afghanistan (RAWA)
RAWA


 

 

 
Add RAWA RSS Feed to Feedreaders



RAWA Photo Gallery
Random Image from RAWA Photo Gallery
 






Follow RAWA on Twitter


Join RAWA on Facebook


RAWA Channel on Youtube



  • ۱۵ میزان ۱۳۹۳ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیل سرتاسري یووالي سره امریکایي او ناټو نیواکګر دمنځه یوسو!
    د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا): د افغانستان دردیدونکو وګړو د شوروي ځبرځواک د لس کلن یرغل څخه لا خپله ملا نیغه کړې نه وه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د یو بل وینې تویونکي ځبرځواک د یرغل لاندې راغی. جګړې څخه زموږ ستړي وګړي ۳۶ کاله کیږي چې د یرغلګرو او د دوی د چوپړانو لوټمارۍ او د ظلم او زیاتي اوور کې سوزي. نیواکګرو افغانستان د خاین، ظالم، فاسد او هیوادپلور رژیمونو د آزمیښت په لابراتوار بدل کړی دی. متن کامل

  • ۱۶ میزان ۱۳۹۲ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیل د خپلواکي ترلاسه کول، زموږ د خلکو او هیواد د بریالیتوب لومړنی شرط
    د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا): د ۱۳۸۰ کال د تلې له ۱۵ نیټې څخه راپدیخوا زموږ په خاورې باندې د امریکایي او ناټو یرغلګرو د یرغل دولس کاله تیریږي چې زموږ هیواد جګړو او ویجاړتوب سره مخ دی او زرګونو بیګناه او غیر نظامي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکا د یوولسم سپتمبر تروریستي بریدونه بهانه وګرځول او ویي غوښتل د افغانستان رژیم ته د بدلون ورکولو سره اوږدمهاله شتون لپاره په سیمه کې لار هواره کړي. متن کامل

  • ۸ ثور ۱۳۹۲ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیل د غویي اتمې او اوومې ننګونې به د دې د لاملینو د منځه وړلو سره له کلیزې لیرې کړو!
    د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت: د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومه او د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمه زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې تورې، د وینې تویونې او د ډار او ویرې ورځې دي. خلقي او پرچمي هیوادپلورو چې ناورین راوړونکې کودتا یې په سپین سترګتوب سره، انقلاب او د روسانو لخوا د خپل هیواد نیواک یې د هغې د «بشپړتیا دوره» ګڼله، څوارلس کاله پرله پسې یې د دې خاورې زړه ور اولادونه زندانونو ته واچول او په دار یې وځړول او په پولیګونو کې یې ژوندي د خاورو لاندې کړل. متن کامل

  • ۱۷ حوت ۱۳۹۱ :: آر اس اس :: متنی چاپی :: ایمیل افغانې ښځې د بنسټپالو او نیواکګرو د بې عدالتۍ په اور کې سوزي
    د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت: دولس کاله کیږي چې د امریکا لخوا د «ښځو حقوقو»، «بشري حقوقو»، «سولې» او «ثبات» راوستلو په نوم د «ترور پروړاندې جګړه» روانه ده. د دې مهال په لړ کې د غربي رسنیو د دروغجنو مبلغینو د دعوې پر خلاف د افغانستان ښځو نه یوازې دا چې خپلو لومړنیو حقوقو ته یې لاسرسی ونه وموند، بلکې په خاینانه توګه د دوی له دردونو او مصیبتونو څخه د امریکا او غرب استعماري سیاست د مخ پر وړلو لپاره ترې ډیره ناوړه ګټه پورته شوه. متن کامل