د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا), October 7, 2014


سرتاسري یووالي سره امریکایي او ناټو نیواکګر دمنځه یوسو!

مړه دې امریکایي او ناټو نیواکګر!


با وحدت سرتاسری، اشغالگران امریکایی و ناتو را بروبیم

د افغانستان دردیدونکو وګړو د شوروي ځبرځواک د لس کلن یرغل څخه لا خپله ملا نیغه کړې نه وه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د یو بل وینې تویونکي ځبرځواک د یرغل لاندې راغی. جګړې څخه زموږ ستړي وګړي ۳۶ کاله کیږي چې د یرغلګرو او د دوی د چوپړانو لوټمارۍ او د ظلم او زیاتي اوور کې سوزي. نیواکګرو افغانستان د خاین، ظالم، فاسد او هیوادپلور رژیمونو د آزمیښت په لابراتوار بدل کړی دی.

د تلې ۱۵مه (د اکتوبر ۷مه) پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل دیارلسم کال سره سمون خوري چې د تروریزم پروړاندې د مبارزې، بشري حقوقو، ښځو حقوقو او دموکراسۍ څخه د دفاع په نوم یې لښکرې راماتې کړې او د دروغجنو او خلکو ته د دوکې ورکوونکو شعارونو پرځای کولو لپاره یې د ښځو ضد خپلو تروریستانو، د جګړې بنسټپال جنایتکارانو، جاسوسانو او تکنوکراتانو باندې ډډه ووهله.

د شوروي یرغل او زموږ د ملت مقاومت څخه په درس اخیستنې امریکا د هیواد نیواک ډیر ځیرکانه او په فریب سره ترسره کړ. په پیل کې زموږ خاوره یې د خپلو بنسټپالو جهادي او طالبي نوکرانو پرمټ د خلق او پرچم هیوادپلورو رژیم په نسکوریدو سره په بې سارې توګه په ناورینونو کې ډوبه کړه او وروسته یې د خپل تبلیغاتي ماشین پرمټ القاعده او طالب چې له خپلو تولیداتو څخه یې وو، د نړۍ لپاره ګواښ وباله.

د ۱۱ سپتمبر پیښه چې عاملان یې د سي. آی. ای لخوا روزل شوي وو، نړۍ ته د فریب او قناعت ورکولو زمینه وګرځیده، څو په افغانستان باندې «رسماً» یرغل وکړي او له ملګرو ملتونو څخه «اجازه» واخلي. پدې توګه امریکا د ناټو تړون هیوادونو سره په هملاسۍ افغانستان یې په «قانوني» ډول ښکیلاک کړ.

امریکا په بشپړ ډول د افغانستان د نیواک او سیمه کې د نظامي اډې باندې د تبدیلول لپاره نه یوازې په ټوپک، بلکې دننه په هیواد کې له عواملو څخه اغیزمنې ګټې اخیستنې لپاره پر تبلیغاتو او استخباراتو د پنځمې مهرې په توګه ډډه ووهله. څرنګه چې لیدل کیږي هغه هیواد چې په رښتینې مانا سره د خوراک ډوډۍ نه لري، نیواکګرو د خپلو چوپړانو په واک کې له ۷۰ څخه ډیر تلویزیوني او ۱۷۰ څخه زیات راډیوي چینلې ورکړې دي چې په هیواد کې د مستعمرې فرهنګ په پلي کولو بوخت دي. دغه تبلیغات پر بې وزله، له جګړې ستړي، دردیدونکي او په بشپړه توګه وروسته پاتې ملت باندې تردې بریده اغیزمن وو چې د لومړي ځل لپاره د خپلواکۍ غوښتنې ځلانده تاریخ کې د پردیو څو ګونو هیوادونو د یرغل پروړاندې خوځښت ونخود. د امریکا چوپړه بې وجدانه روڼ اندو لښکر چې د لویدیز تبلیغاتي لوډسپیکرې یې شپه او ورځ په خدمت کې دي، د نیواک په تئوریزه کیدو او بادارانو ترمخې په نڅیدو کې تردې دمخه تللي دي چې په اوسني شرایطو کې د خپلواکۍ مقوله بې مانا تبلیغ کوي. دوی د غلامۍ او نوکرۍ ټول بریدونه ترشا پریخي او د هیواد مور د پلورلو او غلامۍ په مجسمو اوختي دي.

د افغانستان د نیواک ۱۳ کالو په لړ کې امریکا او متحدینو لخوا د لسګونو میلیاردونو ډالرو د غلا کولو ترڅنګ دا هیواد یې د نړۍ د جاسوسۍ فعالیتونو او د مافیایي ډلو ټپلو په مرکز بدل کړ او غریب، فاسد، ناامن، بې وزله او قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافاتو کې یې ډوب وساته؛ نه امنیت رامنځته شو او نه د خلکو ژوند پکې د ښه والي په لور تغیر وکړ؛ ښځه نه یوازې دا چې د دوهم جنس په توګه، بلکې د ځناورو او بې پوښتنې موجوداتو په څیر یې د تاوتریخوالي لاندې ونیول؛ نیاو په بې سارې او ځناورتوب سره د پښو لاندې شو، د ملت قاتلان او د غویي ۷ او ۸ ناورین رامنځته کوونکو عاملین لکه سیاف، قانوني، محقق، خلیلي، عطامحمد، عبدالله، صادق مدبر، انورجګدلک، انوري، بابه جان، بسم الله، اسماعیل خان، علومي، ظاهراغبر، حاجي الماس او نور لسګونه چټلې څیرې د دولتي څوکیو په ترلاسه کولو د خلکو په پښتورګو ناست او په پارلمان کې د بخښنې قانون تصویب کولو سره خپل ځانونه یې له جنایتونو معاف وګڼل؛ د امریکا نظامي ځواکونو له ۴۰ څخه ډیر هیوادونو په هملاسۍ د بې ګناه انسان وژنې پرته ونه غوښتل د منځنیو پیړیو طالبي ډله چې د خلکو ترمنځ د پښې ځای نه لري د پای نکته ورته کیږي او دغه د تورتم چوپړه ځواک تراوسه په سیمه کې د خپلو استراتژي موخو لپاره اغیزمن ګڼي او له هغې ګټه پورته کوي؛ د بهرني نیواکګر شتون له برکته زموږ هیواد په نړۍ کې ډیر فاسد او د مخدره توکو لوی تولید کوونکي باندې بدل شو؛ بې وزلي، بیکاري او مخدره توکو باندې د ځوانانو روږدې کیدل زموږ د ملت رنځ لیدونکې بدمرغي ده.

نیواکګرو د دموکراسۍ مقوله تردې چټله کړه چې آن تردې روسانو پر افغانستان باندې د خپلو لښکرو راماتونې پرمهال د سوسیالیزم مقولې سره دومره خیانت نو کړی. نو یو زرو یووم ځل لپاره دا جوته شوه چې د خپلواکۍ او نیاو په نه شتون کې دموکراسي هیڅ معنی نه ورکوي.

د امریکایي دروغجنې دموکراسۍ روښانه بیلګه په افغانستان کې وروستۍ ټاکنې وې. د امریکا د پلوۍ لاندې نوماندان آزمیښت شوي جاسوسان، د مافیا رهبران او حرفه یي جنایتکاران وو. د دې ډرامې ټګۍ او برګۍ ټوله نړۍ په بوې اخیستې وه. جان کیري خپلو امرونو سره د «ملي وحدت» ترنوم لاندې د خلکو ناوړو دښمنانو دولت یو وار بیا پر وګړو وربار کړ او په تجربو پوخ شوی جاسوس اشرف غني یې د ولسمشرۍ پر څوکۍ کیناوه. د خپلو جهادي چوپړانو د راضي کولو لپاره ۵۰ سلنه ځواک یې عبدالله او خپلو نورو لوټمارې ډلې ته وروسپاره.

د ځواک ګدۍ ته د اشرف غني او عبدالله په سپکتوب راوړل چې د درې نیمو لسیزو جنایتکارانو ترکیب په خپل ځان کې لري، په بدل کې یې بادار ته د دې نوکرانو لومړۍ چوپړتیا امریکا سره د شرمناک استراتژیک تړون لاسلیک کیدو په لړ کې د افغانستان برخلیک ورسپارل وو. د نویو واکمنانو کار دغې ملي او تاریخي خیانت سره پیل شو. د خاینانو او جنایتکارانو څخه رامنځته شوی رژیم چې د خلکو په رای نه، بلکې د سپنې ماڼۍ په پریکون رامنځته شو، د وږو داړونکو انسانانو رمې ته پاتې کیږي چې په راتلونکې کې د افغانستان د وجود پر خوړلو به یو بل سره جوړ رانشي، ډیر زر به د یو بل په داړلو پیل وکړي.

څرنګه ښایي امریکا چې تاریخ یې پر ملت باندې له خیانتونو ډک دی او تراوسه د نړۍ بې وزلو وګړو وینه د دوی له لاسونو وچه شوې نده، د افغانستان خلکو ته سوله او سوکالي راولي؟ پرته د وینې تویونې تیر تاریخ څخه همدې امریکا، لیبي او عراق له وینو او خاورو سره یوځای نکړل او اوسمهال د اوکراین د ټوټه ټوټه کیدو په هڅه کې دي؟ آیا د داعش او القاعدې په ملاتړ سره یې د سوریې د خلکو ژوند سور تنور کړی ندی؟ اسراییل څخه د ښکاره پلوي پرمټ په فلسطین کې یې د وینو سیلاب پرلار ندی روان کړی؟ آیا دغه هیواد د بسنټپالو له پلوۍ څخه لاس په سر کیږي او هغوی په سیمه کې د سوسیالیزم، ناسیونالیزم او انقلابي او پرمختللو غورځنګونو پروړاندې د مقابلې لپاره لکه وفادار سپو په څیر نه پیژني؟

زموږ خلکو د تیرو دیارلسو کلونو په لړ کې د سي. آی. ای، آی. اس. آی، واواک او د نورو چوپړانو د جنایتونو، زورزیاتي او لوټ څخه ژور درد لیدلی او په ځانکړې توګه زموږ بدمرغه ښځې د دغې ظلم او ستم لومړۍ قربانیانې وې. له بده مرغه د پرمختللي غورځنګ نه شتون چې خلک سره راټول او لارښودنه ورکړي، د دوی پروړاندې د ظلم او زیاتي هغه کرکه چې په زړونو کې یې ده د عواملو د منځه وړلو لپاره ورته لار وټاکي، نو د دې له امله ملي خاینانو میدان تش موندلی او د خلکو په اوږو ناست دي.

د «افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت» چې خپل ټول ځواک سره د نیواکګرو او بنسټپالو پروړاندې جنګیږي، پوره باور لري که چیرې خلک نن ورځ، نه سبا ته د دغو دوو ناپاکو دښمنانو د منځه وړلو لپاره ټینګ هوډ او اراده عملي کړي، نو د خشاکو او چټلیو د جارو کیدو توپان به په لار واچوي. آزادي، دموکراسي او رښتینی عدالت د پردیو او ځبرځواکو پرمټ نه، بلکې خپله د خلکو په لاس منځته راځي. یوازې په سیکولاریزم باندې ولاړې دموکراسۍ سره کولای شو چې افغانستان له اوسنۍ ناولتیا پاک او د سوکالۍ او پرمختګ پر لور یوسو.

مړه دې امریکایي او ناټو نیواکګر!

لنډ دې وي له زموږ هیواد څخه د ایران او پاکستان د وینو ډک لاسونه!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

د ۱۳۹۳ کال د تلې ۱۵مه (د ۲۰۱۴ کال د اکتور ۷مه)

URL for news «سرتاسري یووالي سره امریکایي او ناټو نیواکګر دمنځه یوسو!»