د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت, April 28, 2013


د غویي اتمې او اوومې ننګونې به د دې د لاملینو د منځه وړلو سره له کلیزې لیرې کړو!

د آزادۍ، دموکراسۍ او عدالت ته د رسیدنې لومړنی شرط د خپلواکۍ ترلاسه کول دي!


RAWA statement on 28 April 2013

د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومه او د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمه زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې تورې، د وینې تویونې او د ډار او ویرې ورځې دي. خلقي او پرچمي هیوادپلورو چې ناورین راوړونکې کودتا یې په سپین سترګتوب سره، انقلاب او د روسانو لخوا د خپل هیواد نیواک یې د هغې د «بشپړتیا دوره» ګڼله، څوارلس کاله پرله پسې یې د دې خاورې زړه ور اولادونه زندانونو ته واچول او په دار یې وځړول او په پولیګونو کې یې ژوندي د خاورو لاندې کړل. په افغانستان باندې د روسانو یرغل که څه هم له یو اړخه یې افغانان د نابرابره مقاومت سره مخ کړل، له بل اړخه یې امریکا ته زمینه چمتو کړه، څو لومړی دا چې په ویتنام کې د خپلې ناوړې ماتې غچ واخلي او په دوهم پړاو کې ښه بهانه ورته وګرځیدله، څو په هغه سیمه کې چې د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته با ارزښته موخه ګڼل کیدله، خپل نظامي شتون ولري. نو امریکا او غرب د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو پر مخ وړلو لپاره له بنسټپالو څخه پرته نور څوک یې ډیر جاهله، هیوادپلوري، خاین او چوپړ ونه موندل. امریکا د پاکستان د آی. اس. آی، د عرب مرتجعینو او په ایران کې د واکدارو مذهبي فاشیستانو په مرسته د تیزاب شیندلو لنډه غر لکه ګلبدین او ویجاړونکي لکه سیاف، رباني او... یې تر پوزې په میلیاردونو ډالرو او پرمختللو وسلو سمبال کړل او له دغو ناوړو او سپکو عناصرو څخه یې «قیادي رهبران» جوړ کړل. په خپله ریګان د مولوي خالص په ګډون د دوی ډله یې په سپینه ماڼۍ کې ومنله او هغوی یې د «آزادۍ جنګیالي» ونومول او د خبریالانو تر مخې یې وویل: «دوی د امریکا د بنسټ ایښودونکو پلرونو په څیر دي».

لیکن د «راوا» شهیدې رهبرې مینا، هماغه مهال د یوې مرکې په لړ کې په سمه توګه وړاندوینه کړې وه: «که چیرې اخوان الشیاطین واک ته ورسیږي، نو افغانستان به د روس له دورې څخه ډیرې تورې ورځې وازمایي.»

د روسي ځواکونو له وتلو او د نجیب دولت له پرځیدو وروسته د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه د امریکا «آزادي غوښتونکي جنګیالي» پر کابل ورمات شول، څلورو کلونو کې د امریکا او پاکستان د نقشې او غوښتنې سره سم او د بنسټپالو د پلار اختر عبدالرحمن له هیلې څخه ډیر، کابل یې وسوځو او ویجاړ کړ او له اویاوو زرو څخه ډیر ځوانان، زاړه او ماشومان یې ووژل. امریکا چې په سیمه کې د خپلو واکمنو اخواني بچو له لارې وروستیو برنامو لپاره چمتووالی نیوه، د اوضاع څارونکی پاتی شو، څو هغه پیسې او وسلې چې وینې څښونکو بانډونو ته یې ورکړې وې، په تنظیمي جګړو کې له منځه ولاړې شي. وروسته له دې چې د اووه ګونو او اته ګونو لاشخورانو د جنایت او بې ناموسۍ بوی نړۍ په سر واخیستله، امریکا د پاکستان د آی. اس. آی په مرستې سره د پولې ها خوا د طالبانو په نوم د جهل او جنایت لښکر د خپل طالب تولیدونکي ماشین څخه راویستل، په پیسو او وسلو یې سمبال او د جهادي جلادانو پرځای یې په کابل کې وټاکل چې د انسانیت او پرمختګ ټولو ارزښتونو په مخالفت او ځناورۍ سره، زموږ هیواد یې د خپلو تنظیمي ورونو څخه ډیر د ویجاړتوب او د منځه وړلو په لور ویوړو.

له ملنډو ډکه دعوه چې د امریکا او غرب د مطبوعاتي کړیو لخوا مطرح کیږي، دا چې افغانستان چې خوار او زار شو، لامل یې دا و چې امریکا هغه یوازې پریښود.

اعدام هموطنان در زمان حاکمیت سیاه جهادی ها
ویرانی کابل

امریکا هیڅکله افغانستان له یاده ونه ویستو او نه یې یوازې پریښود، بلکې جهادي، طالبي، القاعده، ګلبدیني او نور بنسټپالان چې په میلینونو ډالرو او وسلو یې پړسولي وو، زموږ د دردیدونکو خلکو په سرونو کینول او په افغانستان کې د «آزادۍ غوښتونکو جنګیالیو» د واکمنۍ پرمهال د انساني ناورینونو پروړاندې پټه خوله پاتې شول. امریکا او غرب او د دوی دروغجنو مطبوعاتو تر ۲۰۰۱ کاله پورې د خپلو روزل شویو حرامي ځامنو د زړه بوږنوونکو جنایتونو او ظلم باندې پرده وغورځوله او نه یې غوښتل د دوی د هیوادونو او نړۍ خلک پوهه شي چې دغو ځناورو پر اویا کلنې مور او اووه کلنې ماشومې تیری وکړ؛ ښځې یې اړیستلې چې د دوی ترمخې اولاد وزیږوي، له خلکو یې سترګې ویستلې، په سرونو کې یې میخونه ټکوهل، انسانان یې په کانټینرو کې وسوځول، د مړو له نڅا څخه یې خوند واخیست او په زرګونه نور جرمونه او جنایتونه چې نه د منځنیو پیړیو د واکمنۍ سره د پرتله کولو وړ دي، نه د هیټلري فاشیزم سره او دغه راز نه په نورو هیوادونو کې اسلامي بنسټپالۍ سره.

څرګنده ده چې په پیل کې امریکا د ټولو ځواکونو ترمنځ پر اخوانیانو ولې ډډه ووهله؟ ځکه چې د امریکا تاریخ جوته وي، چې د دغه هیواد دولت د تل لپاره د خپل لاس لاندې هیوادونو کې د سیاسي – ټولنیزو اډو په څیر په وینې څښونکو افرادو او هغو ځواکونو باندې چې د وطندوستۍ حس ونلري ډډه وهي او دوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره مناسبه وسیله ګڼي. په ځانګړي توګه د افغانستان بنسټپاله بانډونه د «غرب ضد» د دروغو شعارونو با وجود د سپینې ماڼۍ کاسه پاک دي او د زړه د اخلاصه د امریکا ستراتژیکو او سیمه ییزو موخو لپاره د سپو په څیر منډې وهي. ترڅنګ یې امریکا او غرب په دې توانیدلي چې د همدغو خاینو هیوادپلورو په مټ د افغانستان آزادي غوښتونکي او مترقي ځواکونه وځپي.

د هغو حقایقو په پام سره چې یادونه ترې وشوه، دا تمه درلودل چې امریکا به ملي خاینان لکه سیاف، ګلبدین، قانوني، دوستم، خلیلي، فهیم، محقق، عبدالله، بسم الله، عطا او د جرم نورو ګډونوالو هر یو ته واک ورنه کړي او محکمه به یې کړي، بې ځایه غوښتنه به وي.

ترڅو چې زموږ خلک په خپله دغه خاینان د پینوشې، فوجي موري او سوهارتو په څیر په نورو هیوادونو کې محکمې ته کش نه کړي، هیڅوک او هیڅ هیواد به د دوی غوښتنو ته ونه رسیږي او دغه حرامیان به د امریکا د لاس لاندې زموږ د خلکو او هیواد ویجاړتوب او لوټ ته ادامه ورکړي. له ډیر وخت راهیسې د کرزي ګوډاګي دولت د خاینانو ترمنځ د «سولې» لپاره غوغا راوچته کړې او حرفوي انسانوژونکو څخه رامنځته شوې تروشه شورا یې له هر اړخه سمبال کړې ده، لیکن زموږ خلک چې د امریکا له ډرامو سره نور آشنا شوي دي، پوهیږي چې همدا اوس ګلبدینیان په مرکز او ولایتونو کې د دولت مهمې څوکۍ لري او طالبي «ورونه» هم دلته او هلته په ډلو کې شتون لري. ښایي د خاینانو او هیوادپلورو لپاره دغه مغازلې، دفتر جوړونه او خبرې او اترې جدي اوسي، ځکه چې په بنسټیزه توګه په څوکیو او مقام کې د «برخې» خبري دي. لیکن له دولت سره د ګلبدین او ملاعمر یوځای کیدل د خلکو لپاره د واکمن ځواک د شیطانۍ کړۍ بشپړتیا ده او بس. دغه هڅې به هیڅکله سوله رانه ولي، ځکه چې تاریخ څرګنده کړې چې له عدالت څخه سرغړونه او د وینې څښونکو یووالی یوازې او یوازې د جګړې ډیر والی او اله ګوله رامنځته کوي.

په دې وروستیو کې کرزی چې پرته له ګمان څخه د دې هیواد په تاریخ کې بې شرمه لاسپوڅی او چوپړی دی، خوله یې بیرته کړې او د طالبي رهبرانو سره د امریکایي چارواکو د پټو او څرګندو اړیکو په اړه خبرې کوي. نوموړی په کابل، خوست، او فراه کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو څخه راپدیخوا طالبان او امریکا خپل ترمنځ پخلا ګڼي او ویلي یې دي چې طالبان د «بهرنیو د لاس وسیله» او په «افغانستان کې د جګړې د ادامې مسئول» دي، "هغوی د خپلو ځانمرګو بریدونو او عملیاتو له لارې غواړي، چې په افغانستان کې د امریکا غوښتنو او د ناټو اوږدمهاله شتون ته چوپړي وکړي."

آفرین ښاغلی کرزی! که چیرې له تیرمهال څخه خبرې اوسي، تاسې هغه څوک یاست چې د ۹۲ – ۹۶ کلونو ترمنځ د دې ملت د تورو ورځو په دوران کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال یعنې د نظار شورا سرټیټی خدمت کوونکی وی او د جمعیتي جلادانو پروړاندې هیڅ مخالفت آن تردې چې په دپلماتیکه کچه مو هم له ځان څخه ښکاره نه کړ، لیکن که چیرې د وروستیو یولسو کلونو په اړه خبرې وي، نو خلکو به هغه وخت په دې خبرو باور کړی وی، چې تاسې د طالب او ګلبدین دروغجن دوه ورونه، رباني او سیاف په استاد استاد ویلو غره کړی نه وایي او د رباني میکروب له مړینې وروسته د دې هیواد د پوهنتون په څیر سپیڅلې او پاکه مرجع به دې د هغه په نوم نه چټلولی؛ دوه ابلیس شیطانان فهیم او خلیلي به دې خپل ښي او کیڼ لاس نه ټاکلی؛ د خلکو په وینا تش په نوم د «ملت کور» به دې د حاجي الماس، علم سیاه، ملاراکټي، قانوني، سیاف، محقق او نورو خاینینو په شتون سره غوجل نه جوړولی؛ ناوړه شیطانان او غله لکه عطا، اسماعیل، وحیدالله شهراني، جمعه خان همدرد، انور الحق احدی، ارسلا جمال، انور جکدلک، شیرزوی، حلیم فدایي، عالم ساعي، دلبرجان، هادي ارغندیوال، عبدالحق شفق، عمر زاخیلوال، بصیر سالنګي، کرام الدین او د دې جنس ډیر نور خاینین به دې والي او وزیر نه ټاکلی؛ خپل قاچاق وړونکي او غله ورونه به دې کنټرول کړی وی چې تر دې بریده فساد او لوټماري ونه کړي او .... اوس ستاسې په دې خبرو ماشومان هم خاندي او په دې هم وپوهیږۍ، که چیرې ستاسې د هر یو دولتي چارواکو په سر د بي ۵۲ سیوری نه اوسي، د افغانستان پیشوګان به هم درته هیڅ ارزښت درنه کړي.

د ایران او پاکستان مرتجع دولتونه هیڅکله هم نه غواړي چې ترڅنګ یې یو پرمختللی او سوکاله افغانستان اوسي، دا لامل و چې له دریو لسیزو څخه ډیر، د انسان وژونکو بسپنه ورکوونکي وو او زموږ د هیواد په پیښو کې تر څنګلو په وینو ککړ لاسونه لري. په ځانګړې توګه آی. اس. آی په خپل هیواد کې دننه له دفتر او محکمې نیولې تر زندانونو، وژنځاینو او ربړونځایونو پورې د ګلبدین او نورو تروریستي – مافیایي ډلو لپاره چمتو کړل، څو د افغانستان روڼ اندي او د بنسټپالو ضد انقلابیون او آزادي غوښتونکي له منځه یوسي. د پاکستان اووه ګوني او د ایران اته ګوني تنظیمونه زموږ د ملت د بد مرغیو اصلي لاملین دي او پرته له ګومان څخه د دغو د ملي یووالي او خپلواکۍ ضد او خاینو ډلو د رهبرانو د منځه وړلو او محکمې ته له کش کولو پرته هیڅ امکان نشته چې زموږ خلک د بریالیتوب او سوکالۍ مخ وویني.

خویندو او ورونو،

«راوا» له پیل څخه تراوسه د آزادي غوښتونکو او د هغو خلکو ترڅنګ چې د بهرنیو مخالف وي، په ټینګه ولاړ دی او له اوسني وضعیت څخه د خلاصون لار یوازې او یوازې د امریکایي او ناټو، جهادي – طالبي خاینانو او دوی پورې تړلو روڼ اندو پروړاندې کلکه او نه پخلاکیدونکې مبارزې کې ویني او بس. هیڅ ځواک نه غواړي او نه شي کولای چې افغانستان د بدمرغۍ له زنځیر څخه آزاد او دموکراسي او عدالت ته ورسوي. له خطر څخه د دغې ډکې دندې ترسره کول هیواد دوستي او سرښیندنو ته اړتیا لري او دغه راز پیسو، مقام، ډالر او د خوشحالۍ ژوند... ته شا اړول غواړي. د افغانستان مظلومو خلکو چې د دریو لسیزو په لړ کې یې د روسیې، امریکا، خلق او پرچم او مذهبي بنسټپالو د خیانت چاړه په خپل ځان کې حس کړې، باید په دې پوهه شي چې د بهرنیو دښمنانو او خپلو وطني چټلو چوپړانو پروړاندې له سرتاسري مبارزې پرته بله لار شتون نه لري. که چیرې د افغانستان عدالت غوښتونکي او پرمختلونکي ځواکونه د خطر منلو او سرښیندنو سره د عمل په ډګر کې د دې مبارزې بیرغ وچت نه کړي، زموږ ټپي هیواد به له دې څخه سپکې او ناوړې ورځې وازمایي.

«راوا» به د هغو ټولو ځواکونو ترڅنګ ودریږي، چې دغه لار وټاکي. نو سبا به ځند وي، نن باید پاڅیږو!

د غویي اتمې او اوومې ننګونې به د دې د لاملینو د منځه وړلو سره له کلیزې لیرې کړو!

د آزادۍ، دموکراسۍ او عدالت ته د رسیدنې لومړنی شرط د خپلواکۍ ترلاسه کول دي!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت

د ۱۳۹۲ کال د غویي اتمه – د ۲۰۱۳ کال د اپریل ۱۸مه

URL for news «د غویي اتمې او اوومې ننګونې به د دې د لاملینو د منځه وړلو سره له کلیزې لیرې کړو!»