د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت, March 9, 2010


د طالبي، ملي جبهې او اشغا‌لګرانو د ځغلولو پرته؛ د افغانستان د ښځو خلاصون شونى نه دى!

د ښځې د نړېوالې ورځې (د مارچ اتمې) په اړوند د افغانستان د ښځو د انقلابي جمعيت (راوا) اعلاميه

نن ورځ د مارچ اتمه، د افغانستان ښځې د بشیره گانو او سامعه گانو باندی د تيري په ماتم، د بنسټپالو عناصرو په وسيله د دورې (شلاق) د وهلو له درده، د لوڼو د تالان كولو، په اور كې سوزولو او ايرې كولو له كبله سوزي او د دغو ټولو بې شرمانه جناياتوعاملين د بخښنې او عفو وړ ګرځيدلي دي او د كومې پوښتنې له وېرې پرته او ډار څخه د خپل موقعيت د ساتنې، غښتلي كولو او د وګړو پر تالان بوخت دي.

Local warlords publicly flogged two Afghan women.
د سلواغې ۱۸ مه، په غور ولايت كې حاكمو جګړه مارانو په عام محضر كې دوه معصومې مېرمنې په درو ووهلې.

البته نه شو كولاى چې د نړۍ تر ټولو فاسد او چټل لاس پوڅي دولت څخه له دې پرته نور تمه او هيله ولرو. خو درد هغه مهال هډوكي سوزوي چې نړۍ فكر كوي، امريكې په افغانستان كې آزادي، ډيموكراسي، بشري حقونه او د مېرمنو حقونه خوندي كړي دي، په حقېقت كې چې امرېكې او متحدينو ېې د "ترهګرۍ په وړاندې جګړې" تر نوم لاندې د تيرو نهو كالونو په تېرېدو سره د شمالي ټلوالې، خلقي او پرچمي هېواد پلورونكي خاين او سخت زړي ترهګر د قدرت په ګدې كېنول، تر څو په هغوى باندې د تكيه كولو له لارې د دوى لاس پوڅى دولت په پښو ودروي. د طالبي او القاعده پاتې شونو د نابودۍ پر ځاى، امريكا او ناټو هره ورځ په ولايتونو كې د وحشيانه بمباريو په وسيله د ښځو، ماشومانو، بې ګناه او بې وزله وګړو پر وژلو بوخت دي.

په دا ډول دوزخ كې، كرزى وګړو ته فريب وركوونكي او تر ټولو رسوا ولس مشر په توګه په غرور او نارو سورو سره د لندن له كنفرانس څخه خبرې كوي، چې مونږ ولېدل چی د ګلبديني او طالبي جګړه مارانو بیرته راتلل لپاره له چانې وهلو او معاملې پرته او د كرزي د كورنۍ، فهيم، خليلي او دوستم او نورو انسان وژونكو مافيا په جيبونو كې په ميليونونو نور ډالرو د اچولو څخه پرته ېې كوم بل پېغام ولس ته نه درلود. د كرزي د خاين او ارتجاعي دولت له سره څخه تر پښو پورې وينې او چټلي څاڅي. يوازې د سالنګ د ناوړه پېښې د قربانيانو او د كډوالو د ستونزی د ايران د جنايتكار رژيم له لاسه بس وه چې ډېر په اصطلاح دولتي مقامات په سختو جزاگانو او اوږدو زندانونو محكوم شوي واى.

مګر امرېكه نه يوازې خپل افغاني سپي نه كنټرولوي، بلكې د هغوى لاس د خيانتكاريو، جنايتكاريو او تالان په كولو كې خلاص پرېږدي، ترڅو د جنايت سالارانو د سر په عوض كې په هر ډول چې ېې خوښه وي، زمونږ وګړي وټكوي، ووهي او وويروي او د خپلواكۍ خوښې او بنسټپالی په وړاندې د پاڅون مخه ونيسي. له دې امله دا د حيرانۍ وړ نه ده چې رباني، سياف، ډاكټر عبدالله، قانوني، د كرزي كورنۍ، ضيا مسعود، فهيم، خليلي، صديق چكړي، ميرويس ياسيني، ظاهر اغبر، هادي ارغنديوال، انورجګدلك، اسماعيل خان، عطامحمد نور او نورو خاينو جنايت سالارانو او قاچاق وړونكو په بيليونو ډالره په خپلو جيبونو كې واچول او په افغانستان، دوبۍ او لويديځ كې ېې د پانګې اچونې او فساد په اړوند بوى د نړۍ په رسنيو او مطبوعاتو كې هم راپورته شوى دى.

امريكا او مافيايي نوكران ېې د دې لپاره چې وښيي د ښځو د حقونو لپاره درناوى لري، د دولتي او ځان پلورونكو يوه ډله مېرمنې راغواړي تر څو د غونډو او مذاكراتو په ترڅ كې «د جمهوري رياست د مقام» او ککړ مسلكي جاسوسان لکه وحيد عمر، سيامك هروي، صبغت الله سنجر او نورو په وسيله د ښځو لپاره د ډېرو وزارتونو د تخصيص غوښتونكي شي. مګر دغو ټولو زمونږ خلك په خپلې خېرنې هېندارې كې ليدلي او فكر كوي چې زمونږ وګړي نه پوهيږي چې كه چېرې ټوله كابينه د جهادي ارتجاعي بانډونو او د هډوكو تر ماغزو پورې چټلې ښځې لكه آمنه افضلي، حسن بانو غضنفر، مسعوده جلال، نورزيه اتمر، قدريه يزدان پرست، شكريه باركزۍ، فوزيه كوفي، منيژه باختري او...غړې هم شي، هېڅ ډول مثبت بدلون به زمونږ د هېواد د مېرمنو په ژوند او حالت كې را منځ ته نه شي. ځكه چې ياد شوې مېرمنې به د امريكا او دهغه د بنسټپالو او غيربنسټپالو چوپړانو د نانځکو په توګه په داسی چوكاټ كې په نېوكو او اصلاحاتو د غوښتنو بسينه كوي چې د حاكمو جنايت كارانو او بهرنيو صاحبانو لپاره ېې د منلو وړ وي. امرېكه او لاس پوڅي ېې ډېر افغان روڼ اندي یی د پېسو، موقف او د څوكۍ په زور اجیران كړي دی. ډېر لېكوالان او شاعران د اېران د ظالم رژيم مزد اخيستونكي شمېرل كيږي چې د ډېموكراسۍ غوښتنې او خپلواكۍ غوښتنې د مبارزې او د بنسټپالۍ په ضد د خلكو د راټولولو او پوهولو پر ځاى د ايراني اصطلاحاتو او حتى د ايراني لهجې د رواجولو او دودولو په غم كې دي؛ تر څو په دې توګه په هېواد كې قومي، مذهبي او ژبني اختلافاتو ته لمن ووهي او خپله وفاداري د جنايت پلوه فقيه ولايت ته ښكاره كړي.

د افغانستان د ښځو د انقلابي جمعيت (راوا) تل په دې باور دى چې د افغانستان د ښځو ستونزه سياسي ده او نشي كېدلى د روان سياسي فاجعه راوړونكى حالت سره بېل چلند ولرو. د اوسني لاس پوڅي رژيم د ماتولو پرته، چې په هغه كې ګلبديني او طالبي انسان وژونكو ته ونډه وركول به هغه لاډير خونړي او بوى ناك کري، زمونږ د بدمرغه وګړو د زرګونو ګنډو څخه به يوه ګنډه هم خلاصه نه شي. د خپلواكۍ د لاس ته راوړلو او د طالبي جنايت كارانو او ملي جبهې محكمې ته راكشولو او د هغوى له ګېډو د خلكو د مالونو رااېستلو پرته د سولې، امنيت، ډېموكراسۍ، او د ښځو د حقونو خونديتوب د خلكو د غولولو د پوچې دعوې پرته بل څه نه دي. په اوسنيو شرايطو كې د هر كس او ډلی د هېوادپالنې او پرمختګ غوښتنې معيار په مختلفو بڼو سره د امرېكې د تیری پر ضد، د طالبي جنايت كارانو په وړاندې چې د پاكستان د غلامې پړى ېې په غاړه كې دى، او په «ملی تلوالی» کی د امرېكې، پاكستان او ايران د ځنځيري سپيو په ضد مبارزې نه پرته بل شی نشی کیدای.د افغانستان د ښځو د انقلابي جمعيت چمتو ده له ټولو وګړو او ځواكونو سره همكار او يو موټى شي چې د خلقی او پرچمي، جهادي، طالبي هېواد پلورونكو او اشغال ګرانو پر ضد خپلواكه جبهه كې د ډېموكراسۍ لپاره مبارزه وكړي.

په دې مهال كې چې د افغانستان ښځې د غلامې يوه بله دوره تجربه كوي؛ او د بنسټپالو د وحشت په منګولو كې خښې دي، (راوا) د خپل تاوده درود او سلام په وسيله خپل يووالى د ايران، فلسطين، كردستان، سوډان، نېپال، هند او د ټولې نړۍ د سولې پلوه او سولې غوښتونكو مېرمنو سره اعلاموي.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت (راوا)

د ۱۳۸۸ لمريز كال د كب ۱۷ مه (د ۲۰۱۰م كال د مارچ ۸ مه)

URL for news «د طالبي، ملي جبهې او اشغا‌لګرانو د ځغلولو پرته؛ د افغانستان د ښځو خلاصون شونى نه دى!»