د مارچ اتمه دښځو نړيوالی ورځی په اړوند «د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت» (راوا) اعلاميه‌
د ۱۳۸۴ کال د کب ۱۷ (د ۲۰۰۶ کال د مارچ ۸)



د خلاصون لپاره، د بنسټپالۍ پر ضد
په کلک هوډ او يووالي پاڅيږو!



يو وار بيا د مارچ اتمه نيټه راورسيده، خو د افغانستان ملت لا تر اوسه د بنسټپالانو په منګولو کې ښکيل دی. د ښاغلي کرزي او د همفکرو او د امريکا د دولت د خاين روزلو سياستونو له کبله، د هرې ورځ په تيريدو د «شمال ټلوالې» خنجر زموږ د توربختو خلکو په بدن او روح کې ښخيږي او هر وار چې د هغې جنايت پيشه «اميران» او قوماندانان د ويرې څخه ډکې بې ناموسۍ او خيانت باندې لاس پورې کوي، د محاکمې او مجازاتو پر ځای، اوچت مقامونه او امتيازونه ورکول کيږي.

وژل، لوټول، فساد، تښتول او پر ښځو او ماشومانو تيری، په لوړې کچې د ښځو ځان وژل، د مخدره توکو کر او قاچاق، د عامه شتمنيو او بليونونو ډالرو بهرنيو مرستو حيف او ميل، بيکاري او بې سرپناهي او بې شميره نور مصيبتونه په ورځني امر بدل شوي، چې مصلحتي دولت نه غواړي او نه يې کولای شي هغه حل کړي. په داسې هيواد کې چې سرانه درآمد يې په نړۍ کې تر ټولو ټيټ دی،د سرينا هوټل او د هغې په څير د نورو هوټلونو جوړول د پرمختګ په معنی نه بلکې جنايت سالارانو ته د عياشۍ او خوشګذرانۍ شرايط برابرول او د افغانستان د ګڼ شمير خلکو له ناخوالو ډک ژوند باندې ملنډې وهل دي. زموږ هيواد له يو کړکيچن ناورين سره مخامخ دی.

د افغانستان د خلکو د څلورو وروستيو کلونو تجربې څرګنده کړه چې د کرزي حکومت ته يواځې د جنايت سالارانو ګټې مطرح دي، نه د افغانستان د ځوريدلو خلکو غوښتنه. ښاغلی کرزی نه غواړي چې د جنايت سالارانو ټغر له افغانستان څخه ټول کړي. د دې دواړو پنډغالو ګټې له يو بل سره تړلې دي.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې زموږ خلکو په دې هيلې کرزي ته رايه ورکړه، چې بنسټپال جنايتکاران به د هغوی د خيانتونو او وينو څښلو په خاطر محاکمه او مجازات شي، خو هغه د خلکو رايې ته خيانت وکړ. له دې کبله زموږ تيرايستل شوي خلک پوهيدل چې په پارلماني ټاکنو کې که رايه ورکړي او که ورنکړي، د پارلمان جوړښت به د پردې تر شا وټاکل شي. جهادي جلادانو ولسي جرګې او د مشرانو جرګې ته لاره پيدا کړه، تر څو پر هغوی باندې د ډډې وهلو له لارې د خلکو ضد او هيوادپلورونکي قوانين، «د امريکا سره د تفاهمنامې» لاسليک کول او د دې په شان له اسارت څخه ډک تړون ليکونه "مشروعيت" ومومي.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت (راوا) په کراتو ويلي دي چې حکومت، قضا او د «شمال ټلوالې» د جنايت سالارانو، طالبي او ګلبديني او پرچمي او خلقي خاينانو د واکمنۍ لاندې پارلمان به هيڅکله ونکړای شي ډيرۍ ځوريدلو خلکو ته کوم کار وکړي. د جوړجاړي کوونکو د کرغيړن تور پر خلاف، چې پر دولت باندې د «راوا» نيوکه او بريد تل د «منفي» موضع څخه دی، د دولت په بدنۍ کې خيانتکاري او فساد دومره ريښې غزولي چې پرته له دې چې د هغه بوی د نړۍ په معتبرو خپرونو کې اوچت شوی، ان د مخدره توکو په وړاندې په اصطلاح د مبارزې وزير حبيب الله قادري يې هم دې ته اړ کړی چې د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي په شان په دولت کې د مافيا واکمني ومني.

په داسې حالاتو کې روښانه ده چې د لندن په کنفرانس کې د ۱۰ بليون ډالرو نورې مرستې به د تيرو ۱۲ بليون ډالرو په شان د پرګنو په کار رانشي او يواځې به د «شمال ټلوالې» د مافيا جيبونه ډک کړي، چې امريکا پرې تکيه کوي.

په داسې حال کې چې د معصومې رحيمې، آمنې، ناديې، دلبر او... وينې د جنايت سالارانو د ملاتړ د سيورې لاندې پر ځمکې تويږي، په کابينه کې بنسټپالو سره د تړاو لرونکو څو ښځو شتون، يواځې د دولت په لاس کې د يوې وسيلې کار ورکوي، تر څو نړۍ او د افغانستان خلکو ته يې ويلي وي، وګورئ په افغانستان کې ښځې څومره سترو آزاديو ته رسيدلي دي! نوموړې ښځې د پارلمان د ډيرۍ ښځو په شان د ملت د رنځونو په وړاندې هومره لاپروا دي، څومره چې سياف، رباني، قانوني، ګلبدين، ملاعمر او ملګري يې دي.

«شمال ټلوالې» چې تر اوسه اسدالله سروري ته په ښه توګه پناه ورکړې وه، اوس غواړي د هغه د عدام د حکم صادرولو سره د جهادي جنايتکارانو د محاکمې په هکله د خلکو هيلې په ناهيلۍ بدلې شي او دا خبره د تل لپاره پای ته رسيدلې وګڼي.

خو خلک او په ځانګړي توګه زموږ ويرځپلې ښځې به په هيڅ قيمت او هيڅ وخت د ګوډاګيانو او مذهبي فاشيستانو محاکمې ته رسول او د جزا ورکولو شا پرې نږدي، ځکه د بل هر وخت په پرتله اوس په دې حقيقت پوه شوي دي، تر هغه پورې چې د ښځو ضد تبهکاران د قدرت له مسند څخه کښته راو نه کاږل شي، په افغانستان کې به د آزادۍ، دموکراسۍ او سوکالۍ لمرختل په سترګو ونه ګوري.

موږ د «شمال ټلوالې» او د هغوی د ګلبديني، طالبي او القاعدې وروڼو په وړاندې له ستونزو او پيچومو څخه ډکې مبارزې کې يواځې نه يو. د ايران، کردستان، فلسطين، ترکيه، لاتينې امريکا او د نورو هيوادونو ښځې د دموکراسۍ لپاره او د بنسټپالۍ او جګړې د طاعون په وړاندې مبارزه کوي. موږ د هغوی سره د همبستګۍ احساس لرو او بايد د بنسټپالۍ او د هغې د سيمه ييزو او نړيوالو ملاتړو په وړاندې د غوڅې مبارزې په زياتولو سره، په نورو هيوادونو کې د ښځو لوی غورځنګ سره مرسته وکړو.

په ايران او ټولې نړۍ کې پر آزادي غوښتونکو زنداني ښځو باندې درود!

پراخه دې وي د افغانستان او د ټولې نړۍ د مبارزو ښځو په منځ کې اړيکې!

مړه دې وي ټول بنسټپالان دا د افغانستان او بشريت تر ټولو خچن دښمنان!

رپانده دې وي د «راوا» او د دموکراسۍ د ملاتړکوونکو ټولو شخصيتونو او سازمانونو له وياړ څخه ډک بيرغ د جنايتکاره بنسټپالو پر ضد!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت (راوا)

د ۱۳۸۴ کال د کب ۱۷ (د ۲۰۰۶ کال د مارچ ۸)
کابل

فارسي | English | Português | Español | 日本語 | Italiano



[Home Page] [راوا در مطبوعات] [کتابهايي در باره راوا] [ساير اسناد راوا] [صفحات فارسي]