دبشر دحقوقو نړیوالی ورځ په اړه "د افغانستان دښځو انقلابی جمعیت" (راوا) اعلامیه


امریکا او بنسټپالی گوډاگیان یی
په افغانستان کی دبشر دحقوقو اصلی سرغړوونكى



امریکا او هم لاسو یی د افغانستان وسله وال نیواک "افغان ولس ته د آزادی او دموکراسی سوغات" په نوم توجیه کړ. لکه چی د وروستیودریو لسیزو تجربی وښودله ،امریکا د مونږ د خلکو د برخلیک په وړاندی اساسا خپلی اقتصادی او سیاسی گټی په پام کی نیولی او تر ټولوهیواد پلوری، تر ټولو دموکراتیک ضد، فاسد او تر ټولو ښځو ضد بنسټپالی بانډونه یی سمبال او تجهیز کړی دی.

Human rights violations widespread across Afghanistan
د جنایتکارانو د محاکمی ‍پرته، د بشر دحقوقو نه سرغړونی به ‍پای ونه مومی

زمونږ دهیواد وروستیو اوښتونونو د یوزر او یوم ځل لپاره د امریکا "تروریزم ضد جگړی" د ادعا درواغ دلمر په شان روښانه کړل. امریکا د شمال ټلوالی جنایتکارانو باندی په ډډی لگولو سره د دموکراسی، بشری حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتوباندی په بی ساری ډول ملنډی ووهلی او په دی ډول یی زمونږ په ویرجن ملت باندی نه بخښونکی زیاتی او سپکاوی لورولی دی. امریکا چی خپل پلوی دولت یی د پلچرخی د پولیگونونو، د چمتلی د دښتی، کاپیسا، د کنړونو د کرالی، د مزار د دشت لیلی، د ۶۵۰۰۰ کابلیانو د ټول وژنو او د هیواد په گوټ گوټ کی د نورو لسگونو ټولیزو قبرونو له عاملینو څخه جوړ کړی او اوس هڅه کوی چی د ملا عمر او گلبدین په شان ناولو جلادانو ته هم پکښی برخه ورکړی چی دغه عمل د تروریزم ضد جگړی او آزادی او دموکراسی د ملاتړ په اړه د امریکا او هملاسو تر ټولو لویه دوه مخی په ‌ډاگه کوی.

د "شمال ټلوالی" بیا ژوندی کیدل د آزادی او سوکالی په اړه زمونږ د ولس او په تیره بیا د کړیدلو ښځو ټولی هیلی په ناامیدی واړولی او ثابته یی کړه هغه یواځینی څیز چی امریکا په دومره وخت کی له پامه غورځولی، د تروریزم ورکول او زمونږ د خلکو برخلیک او سوکالی ده. د بوش دولت هڅه کوی د طالبی ضد جگړی په خندوونکی ډرامی سره داسی وښیی چی گڼی یو ابر قدرت هم د یوی وړوکی مطرودی، منځنی پیړی ایزی مزدوری او په خپل لاس یی جوړی شوی ډلی د له منځه وړلو توان نلری.

خو زمونږ ولس په تیرو اوه کالو کی پوهیدلی چی که چیرته طالبان او القاعده له منځه ولاړ شی بیا به په افغانستان کی د امریکا د شتون لپاره پلمه پاتی نشی او نشی کولای د خپلو سیمه ایزو اقتصادی، سیاسی او نظامی مطامعو لپاره زمونږ هیواد تر پښو لاندی کړی.

وروسته له اوه کالو، نه یواځی په افغانستان کی دسولی، بشری حقونو، دموکراسی، بیا رغاونی او نورو تر سره کولو پته نه لگیږی چی برعکس زمونږ د خلکو بدمرغی په ویروونکی او ورځ په ورځ ډیریدونکی ډول زیاتوالی موندلی دی. زمونږ خلک او آن معصوم ماشومان د جهادیانو تر منځ سپیتانی جگړی (د بغلان پیښه)، د طالبانو ړندی چاودنی، او د نیواک گرو پوځونو پرله پسی بمباریوکی ډیر په آسانی قربانی کیږی. د شمال ټلوالی وینی څښونکی چی په اصطلاح د کرزی د تیم غړی شمیرل کیږی، د ترټولو مهمو دولتی څوکیوپه تر لاسه کولو سره د پخوا په شان د امنیت او دموکراسی پلی کولو تر ټولو ستر خنډونه جوړوی. ددوی خطر او خاینانه نیتونو باندی د پوهیدلو لپاره د دغو مافیایی ډلو د یواځی څه دپاسه سلو امنیتی شرکتونو شتون بس دی.

دبشر د حقونو ځپل، جنایت او دولتی فساد دومره زیات شوی چی حتی ښاغلی کرزی هڅوی چی له جاسوسو او د بلیونونو ډالرو له غلو، وزیرانو او وکیلانو، څخه دوستانه گیله وکړی او "حد پیژندنی" ته یی راوبولی. په بندی مظلومو ښځو باندی د تیری کولو غږ دومره اوچت شو چی حتی یوی سرکاری پارلمانی ښځی هم پری اعتراف وکړ.

ربانی، خلیلی، مسعود، سیاف، قانونی، فهیم، اسماعیل او نور جنایت سالاران چی د "آی اس آی" یا " واواک" د سپی توب له برکته د دنائت او هیواد پلوړنی په پوړیو ختلی او ځان "قیادی لارښود" نوموی، تر پرون پوری یی په بی شرمی او رذالت خپل پلندر جنرال حمید گل ته بلنه ورکوله ترڅو ددوی اعلی قومندان شی، او نن بیا غواړی په پاکستانی ضد اکتونو سره په خپلو ټولو بی ساری ناولتیا او فساد باندی پرده وغوړوی. او په دی بی شرمانه څیری بدلولو کی دومره وړاندی ځی چی د پاکستان د ولس د کنځلو او سپکاوی پروا هم نه ساتی. دا په داسی حال کی ده چی د پاکستان ددولتونو د اصلی خیانتونو په اړه چی بنسټپالی بانډونه به یی زمونږ ولس ته ور شکارل او تر هغی لا مهمه داچی د ایران د جنایتکاره نظام په تیره بیا د هغو د فرهنگی او مطبوعاتی مریانو د څو څو ځله فعاله، پراخو او بدمرغه لاس وهنو په اړه یو ټکی هم په ژبی نه اخلی. ایران پلوه روڼ اندی او سیاستوال دموکراسی او د بشر حقونو ته دومره خاین دی لکه هغه سیاستمداران چی د ټبرپالنی او ارتجاعی مورچی څخه د طالبانو تروریزم او وحشت "ملی وسله وال مقاومت" بولی او په بی شرمی سره یی ملاتړ کوی.

"د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت" په کراتو ویلی چی څه حکومت، څه قضا، څه پارلمان چی د جنایت سالارانو، هیروئین سالارانو او د دوی د طالبی، گلبدینی، پرچمی او خلقی انډیوالانو تر ولکی لاندی وی یا له دوی سره په هم غږی کی جوړ شوی وی هیڅکله به هم زمونږ بی برخی خلکوته مثبت کار تر سره نکړی بلکه یواځی د جنایت سالارانو د جنایت، فساد او شتو ټولولو د ماشین فعاله ساتلو په خدمت کی به واوسی.

که امریکا خپل نوی گوډاگی - که څه هم له جهادی جنایتکارانو څخه نه وی – د کرزی پرځای کینوی، پرته د خلکو له غولولو او د اوسنی فاجعی لامل د یوه فرد بی کفایتی نومولو څخه، بل څه زیری به زمونږ ملت ته ونلری. کیدای شی یواځی هغه جمهور رئیس د افغانانو لپاره امیدوارکوونکی وی چی د خلکو په ملا تړ، د آزادو ټاکنو په لړکی چی له بنسټپالو سره له هر راز تړلتوب او معاملی پرته منځ ته راغلی وی.

بهرنی ځواکونه د القاعده، طالبی او گلبدینی تروریستانو له منځه وړلو او "شمال ټلوالی" د بی وسلی کولو پرځای زمونږ خلکو او نړیوالو ته د فکری اغتشاش لامل گرځیدلی دی. مونږ په دی باور یو که دغه ځواکونه له افغانستان څخه و اوځی، زمونږ خلک به نه یواځی ددوی تشه احساس نکړی چی لاس به یی خلاص شی، له گومان او حیرانتیا څخه به ووځی، طالبی او جهادی تروریستان به پرته له "ملی" نقاب څخه د ځان په وړاندی وگوری او ددغو خاینانو پرضد به د مرگ یا ژوند مبارزی ته را پاڅیږی. نه امریکا او نه هیڅ یو بل ځواک نه غواړی زمونږ ولس د بنسټپالی له هغه دوزخ څخه وژغوری چی دوی په خپله جوړ کړی دی. د افغانستان آزادی یواځی د افغانستان د خلکو په لاس شونی ده او بس. همدغه شان په یوه دښمن باندی د بری موندلو لپاره په بل دښمن ډډه لگول هغه رسوا سیاست دی چی زمونږ په هیواد کی به پرته د "شمال ټلوالی" او ددوی د بهرنیو خاوندانو د خونړیو منگولو له لا ټینگیدلو څخه بله کومه ښه پایله ونلری.

"راوا" د "جهادی وینو او جنایت کلونو اسناد" د کتاب په خپړولو سره د افغانستان د وروستیو دریو لسیزو د جنگی جنایتکارانو د رسوایی او تعقیب په لار کی یوبل کوچنی گام اخیستی دی. لاکن مونږ به هیڅکله هم په دی ځای کی دریدلی پاتی نشو. مونږ به په پارلمان او حکومت کی د جنایت سالارانو له تروریستی تهدیدونو څخه په نه ویریدلو او بی ارزښته گڼلو او "شمال ټلوالی" کی به له خپلو ځنځیری سپو څخه د امریکا له ملاتړ او سازښت کاره روڼ اندو له خیانت او بی عملی سره سره هوډمن یو چی د افغانستان او ټولی نړی د عدالت غوښتونکو سازمانونو او کسانو په ملگرتیا، وطنی جنگی جنایتکاران محاکمی ته را وکاږو او د خلکو په بلیونونو ډالرو شته به په خپله ددوی او ددوی د کورنیو د یوه یوه کس له ستونی څخه را وباسو تر څو د افغانستان دملت دردیدلی سترگی لانوری هم د هوساینی، عدالت، دموکراسی او بشری حقونو په انتظار کی و نه سوځی.

د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت

د ۱۳۸۶ لیندی ۱۹ - د ۲۰۰۷ دسمبر ۱۰



فارسی | English | Italiano | Español | 日本語




[Home Page] [راوا در مطبوعات] [کتابهايی در باره راوا] [ساير اسناد راوا] [صفحات فارسی]